د ژبو تاريخ -تحقيقي اثر – څلورمه برخه
دتېري برخي لپاره دا ځای کليک کړئ
په اسټرالیا کي څومره ژبي موجودي دي ؟
دمخه تر دې چي اروپایان د ۱۷۰۰ کلونو په ورستیو وختونو کي و اسټرالیا ته راسي، ددې ځای خلک ډله ییزه ښکاریان ول. څوک به دا فکرلاهم و نه کولای سي، چي په هغه وخت کي به ددې براعظم ( وچي) د خلکو شمېر د یو میلیون په شاوخوا کي وو، او په ډېرو بېلابیلو ژبو ئې خبري کولې. له دې خاطره، ددغو اصلي اسټرالیانو اولاده چي د ابورجین (۱) په نامه سره یادیږي، کټ مټ له هغه ستونزو سره لاس او ګرېوان ول، چي د جنوبي افریقا د سان خلکو لرل، د دوی هم ډېري ژبي ورکي سوي دي.
د خویسان د ژبو له ویونکو سره د اسټرالیایانو توپیر په دې کي دئ، چي اسټرالیایان په داسي معلوم سوو ګروپونو کي چي ځانته ئې خپل نوم درلود، ژوند کاوه. هر ګروپ ئې له سوو کسانو یا تر زرونو هم ډېرو کسانو څخه جوړ سوی وو،او ټولو د خپلو یو ډول دودونو یا رواجونو، د خپلوۍ د اړیکو او همدغه رنګه د خپلو ژبو د لرلو په اساس، په ګډه ژوند کاوه. او داسي معلومېدل چي هر ګروپ ئې ځان ته جلا خپله ژبه لرله، او ژبو ئې هم هر وخت یو نوم درلود. ډېر لږ داسي پېښېدل، چي څو ګروپونو دې ځانته یو راز نوم او یوه ژبه درلودلې وای، بلکي په عمومي ډول هر ګروپ ځانته جلا نوم او جلا ژبه درلودل. هغوی چي مثلأ د ییدینج (۲) په ژبه خبري کولې، د ګروپ نوم ئې ییدینجي(۳) وو. له جنوبي افریقا سره د اسټرالیا د ډله ییزو ښکاریانو توپیر په دې کي هم وو، چي دوی د خپلي ژبي د ریښې په باره کي باخبره ول اوهم ئې کوښښ کاوه، چي د ژبی نوم ځانته معلوم کړي.
په ۲۰۰۲ کال کي د یوه پېژندل سوي ژبپوه ، آر. ایم . ډبلیو . ډیکسن (۴) له خوا چي کومه معیاري پلټنه سوې ده، د دغه ډول ګروپونو چي هر ګروپ ئې ځانته خپل نوم هم درلود، شمېر لږ تر لږه اوه سووه ښودلی سوی وو . آیا په رښتیا سره هم دومره ژبي موجودي وې ؟ یه، ډیکسن وایي، چي په حقیقت کي یوازي په څرګند ډول د دووسوو پنځوسو ژبو په شاوخوا کي وې. د هغو اوو سوو ژبو له جملې څخه هدف یوازي جلا ژبي نه وې، بلکي په دې کي لهجې هم شاملي وې.
که څه هم ځیني ګروپونه داسي فکر کوي، چي ډیکسن یوازي د هغو ژبو د ویونکو له نظریو څخه اخیستنه نه ده کړې ، کومي چي دوی خبري پرې کولې. او هر ګروپ ئې ځانته جلا ژبه لري، مثلأ لکه،یرامای ، ییربال ، مامو او ناګاجان (۵)
په حقیقت کي ژبه یوه ده، خو ډېري مختلفي لهجې لري . او دا ژبه ډیکسن د ډیربال(۶) په نامه بللې ده.
ښایي علت به ئې دا هم وي، چي د هغو ګردو څلورو ژبو د ویلو د طرز او د ټولو له پاره د پوهېدلو وړتیا وي سره ور ته وې. هغه څه چي ددوی تر منځ یو له بله سره فرق راووړ، هغه یوازي ځیني لغاتونه دي، د دوی په ږغیز سیټم او ګرامر کي ځیني ډېر کوچني شیان دي ،لکه کټ مټ چي د اروپایي ژبو د لهجو تر منځ موجود دي. دا ښايي ددوی د ژبو له پاره یوه ډېره منطقي آسانتیا وي، مګر دا بیا دغه مهمه پوښتنه را پیدا کوي، چي یوه ژبه اصلأ څه ته ویل کیږي؟، یا دا چي دا فیصله به څوک کوي، چي دا کومي ژبي دي.
آیا سویډني یوه ژبه ده ؟
ډیکسن دا موضوع داسي تشریح کړې ده، چي د ژبو د څېړونکو له خوا د یوې ژبي تثبیتول، او یا په دې باره کي د عامو خلکو فکر کول، یو له بل سره توپیر لري. لومړی باید دې ته پام وسي، چي دا ژبه څومره یو او بل ته د پوهېدلو وړ ده، دوهم ګام ئې اکثره له سیاست سره اړه پیدا کوي. او د شمالي اروپا ( ) مثال راوړي، ډېر ژبپوهان داسي فکر هم کوي چي ډنمارکي ، ناروژي او سویډني اصلأ یوه ژبه ده. او دا ښايي د اسټرالیایي ژبو پېژندونکو له پاره هم حقیقت ولري. مګر ما خپله د ژبو د څېړولو په دا اوږده زمانه کي یو داسي سویډنی همکار و نه لید، چي هغه دي په رسمي ډول دا ویلي وي، چي په شمالي اروپا کي یوازي یوه ژبه موجوده ده چي هغه « نورډیسکه » (۷) نومیږي. او که چیري داسي وي، نو دا به د دوی حیثیت یا شهرت تر پوښتني لاندي راولي، ځکه د سویډنیانو له پاره خپله ژبه سویډني ده. او د دوی نظر باید د ژبپوهانو له پاره بې تاثره نه وي. او نه باید د دوی ژبه د نورو افریقایي ژبو لکه د مامو یاد ناګاجان په شان بې اهمیته سي. دا دومره ساده هم نه ده لکه ډیکسن چي ټینګار پرې کوي، چي ټول د ژبو څېړونکي دي، د یو بل سره د پوهېدولو پر اساس، د ژبو د پېژندني له پاره یو بې غرضه تعریف و لري.
په دې خاطر نو دا تر اوسه پوري دقیقه معلومه نه ده، چي څومره اسټرالیایي ژبي موجودي دي ؟ که چیري د لوړو زده کړو داسي ژبپوهان وای، چي د مامو په ژبه ئې خبري کولای سوای،نو ښايي دوی به په دې باندي پوره مطمٔن سوي وای، چي د نورو ګروپونو بر عکس، د ( مامو ) ژبه یوه جلا ژبه ده، نه د( ډیربال) د ژبي یوه لهجه، لکه ډیکسن چي تأکید پر کوي. ځکه نو ددې له پاره سړی داسي دلیل پیدا کولای سي چي د دووسوو پنځوسو ژبو پر ځای دي ووایي، چي اوه سووه ژبي موجودي دي.
آیا سړی دا مسٔله په صحیح توګه حل کولای سي ؟ یه، دا کار څوک نسي کولای. یوه ژبه دې ته ویل کیږي، چي یو ګروپ خلک ئې د یو له بل سره د پوهېدلو له پاره استعمالوي. ځیني وخت ددې ژبو ویونکي ،ددې له پاره چي دا ځان ته معلومه کړي، چي کوم کسان ددې ګروپ غړي دي او دوی کمه ژبه لري ؟ د ځان له پاره خپله مشخصه کړنلاره لري. او دا ترتیب په همدې ډول هم په اسټرالیا کي دئ او هم په سویډن کي. بعضي وخت ښایي چي دا به په بل ډول وي. لکه د خویسان د ژبو ویونکي، چي ځیني وخت د خپلو ژبو له پاره اصلأ کوم نوم هم نه لري. ددوی له پاره په دې خبره پوهېدل، چي څوک په کومه ژبه خبري کوي هیڅ معنا نه لري، تر څوچي غربیان ئې په خپله طریقه سره و نه څېړي، یا ئې په احتمالي ډول ئې ددوی له کلتور څخه راو نه باسي، که څه هم تر اوسه پوري په پراخه توګه داسي پېښه نه ده سوې. که چیري سړی یوازي ددې ژبو د ویونکو له نظرو سره هم نظره سي، په دې توګه به دا مشکله وي چي د خویسان د ژبو تعداد دي څوک معلوم کړای سي. او که څوک په دې پسي وګرځی، چي هر څوک چي یو له بل سره پوهیږي هغه نو یوه جلا ژبه ده. دا ترتیب نو بیا د نورو ژبو په پیداکوولو کي خنډ اچوي . تر اوسه پوري ددې له پاره کوم عمومي، صحیح جواب نسته، باید سړی مخته ولاړسي، او په هغو پسي وګرزي، چي د « ژبي » کلمه استعمالوي. او هغه په دې ځای کي څه معنی لري
تر دوولسو زرو کالو مخکي څومره ژبي موجودي وې ؟
که څه هم موږ دا اټکل سم نسو کولای، چي د خویسان ژبي دي لس، یا پنځلس او یا شل وي، هر څومره چي وي، خو بیا به هم موږ دددی ژبو سره داسي ژبي چي دوی یو او بل هم نسی په پوهولای، شمېرلي وي. په اسټرالیا کي د ډیکسن له نسبتأ بخیلي شمېریني له مخي د یوه میلیون خلکو له پاره د دوو یا درو سوو په شاوخوا کي ژبي سته. د دومرو لږو کسانو له خوا، دومره ډېري بېلابیلي ژبي ویل، زموږ له پاره چي د اروپا له حالت سره عادت یو، یو څه د پام وړ خبره ده. ځکه دلته هغي غټي ژبي د لسهاو میلیونو خلکو له خوا ویل کیږي، او ټوله لوېدیځه اروپا د خپلو سلهاو میلیونو انسانانو سره سره تر سلو لا هم کمي ژبي لري. ( په دې شرط چي موږ هغه ژبي پکښي و نه شمېرو، چي د نوو راغلو کډوالو له خوا ویل کیږي ) .
البته دا هسي تصادفي خبري نه دي. دا ټول لوی توپیرونه د اوسني اروپایانو او د ډله ییزو ښکاریانو د ژوند په طرز او کلتور پوري، او همدغه رنګه د ژبي د استعمالولو په طرز پوري مستقیمأ اړه لري.
هغوی چي د مېوو او د خوړولو وړ ریښو په راغونډولو او ښکار کولو باندي ژوند کوي یا ( ژوند ئې کاوه )، د خپل ژوند د پرمخ بیولو له پاره و لویو اورشوګانو ته اړتیا درلوده. اوپه یوه نسبتأ پر ثمره یا حاصلخېزه سېمه کي لا هم پر هر متر مربع مځکه باندي ډېرو لږو خلکو ژوند کاوه، دا ددې معنی لري چي هر ګروپ باید د خپل ځان له پاره یوه پراخه ساحه په اختیار کي درلودلای، چي په هغه کي ئې آزاد ګښت کولای سوای، په اختیار کي درلودلای. ځکه دوی و نورو خلکو ته د خوراک د پیدا کولو په دلیل نژدېکت نه کاوه. په دې خاطر چي ددې ډله ییزو ښکاریانو تر منځ د شیانو تبادله ډېره لږ پېښېده، ځکه نو په دې دودیزه ټولنه کي، بې له هغو ډېرو نژدو ګاونډیانو څخه، له نورو سره د رابطې نیولو له پاره هیڅ دلیل وجود نه درلودئ.
البته هر ګروپ په یوه ژبه خبري کوي. اوس موږ ته دا جوته سوې ده، چي ژبه هیڅ وخت د یوه نسل څخه و بل نسل ته بې له کوم تغیر څخه نسي پاته کېدلاي، او دا همېشه د تغیر په حالت کي وي. که چیري د یوه ګروپ خلک له نورو خلکو سره چي د دوی په ژبه خبري کوي ډېره رابطه و نه ساتي، نو پسله څه وخت څخه هغه ژبه یو مکمل بل شکل ځانته پیدا کوي، چي دغه ته موږ لهجه ویلای سو. او که دا عملیه بې له کومي مداخلې ، تر څو پېړیو پوري دوام پیداکړي، نو به دا ګروپ د خپلي ژبي تر ځنګ یوه بله ژبه هم پیدا کړي، چي د نورو له پاره به هیڅ د پوهېدلو وړ نه وي.
نو دا باید داسي معنی و لري، چي په دې ټولني جوړښت کي چي خلک ئې په کوچنیو ګروپونو کي، یو له بله سره لیري، او بېله کومو اړیکو څخه ژوند کوي، د لږو ویونکو ژبو منځ ته راتګ حتمي او ضروري دئ. ښکاره مثال ئې د جنوبي افریقا د سان دخلکو ژبی او د اسټرالیا د اصلي اوسېدونکو خلکو ژبی دي. او په همدې ډول د جنوبي امریکا د اصلي اوسېدونکو ژبي هم پکښي شاملي دي. هیڅ ځای به کومه داسي نخښه پیدا نه کړی، چي هلته دي د ډله ییزو ښکاریانو د ژبو د ویونکو شمېر له څو زرو څخه زیات وي.
او که دا ټولي خبري صحیح وي، نو بیا موږ ویلای سو، چي په ټوله نړۍ کي به تر دوولس زرو کالو مخکي، څومره ژبي د ډله ییزو ښکاریانو خلکو، څخه پاته وي. تر هغه ځایه پوري چي زه پوهېږم، ددې پوښتني په باره کي مخکي ډېرو لږو فکر کړی دئ. او نه دا کوم جالب سوال دئ. مګر که چیري دا دلیلونه چي موږ پورته بیان کړل، همداسي سم وي، بیا نو دا ویلای سوو چي دوولس زره کاله وړاندي یوه ژبه د تقریبأ دوو زرو خلکو له خوا ویل کېدله.
البته بله پوښتنه دا ده، چي په هغه وخت کي څومره خلک موجود ول. او په دې باندي موږ نه پوهیږو . خو له بلي خوا بیا موږ په دې باندي خبر یو، چي په حقیقت کي انسانان په هغه وخت کي په ټولو لویو وچو کي موجود ول، او په هم هغو ځایونو کي موجود ول، چي نن هم د خلکو ګڼه ګوڼي پکښي ډیري دي. چي داسي ده، نو دا به منطقي نه وي چي د هغه وخت انسانان دي په مجموع کي څو زره و ښودل سي ، بلکي د دوی تعداد باید په میلیونونو وبلل سي. که چیري سړی داسي فرض کړي چي هره ژبه د دوو زرو کسانو له خوا ویل کېدله، معنی ئې دا ده چي پر یو میلیون انسانانو باندي پنځه سوه ژبي موجودي وې، او پر لسو میلیونو باندي پنځه زره ژبی موجودي وې. او که چیري انسانان تر دې هم ډېر تر سلو میلیونو پوري رسېدلای، بیا خو به ئې د ژبو تعداد تر پنځوسو زرو پوري وای.
موږ به هیڅکله په دې باندي بریالي نسو، چي ددې خلکو سم شمېر دي د دومره اوږدې زمانې په جریان کي ځان ته معلوم کړو، که څه هم ځینو لرغون پېژندونکو او انسان پېژندونکو په دې باره کي ځیني حدسیات هم وړاندي کړي دي. مګر دا بیا جالبه ده، چي د اوسني وخت د ژبو تعداد دي د پخوا سره پرتله سي. د آخري اټکل له مخي په ټوله نړۍ کي د ژبو تعداد د اوو زرو په شاوخوا کي دئ. نو موږ دا ویلای سو، چي په ټوله نړۍ کي نن دومره ژبي سته، لکه د ډله ییزو ښکاریانو په وخت کي چي موجودې وې، که څه هم د هغه وخت د خلکو شمېر تر دوولسو میلیونو څخه زیات نه وو، چي دا شمېر د نن ورځي د شپږومیلیاردو خلکو تقریبأ دوه زرمه برخه تشکلیلوي.
دا عددونه باید سړی جدي و نه نیسي، ځکه د اعتماد وړو منابعو څخه نه دي را اخیستل سوي. مګر دې طبیعي میلان ته هم باید د شک په سترګه ونه کتل سي، چي دوی طی کړی دئ. په پخوانیو وختونو کي د نن په پرتله خورا ډېري ژبي موجودي وې، ښایي تر هغو ژبو به لا هم ډېري وې، چي نن په مطلقه توګه د ویلو ژبي هم دي. د ژبو تاریخ هیڅکله یوازي د ژبو پر له پسې ډېرښت نه بیا نوي، بلکي برعکس د ژبو د نسبي کمېدو طبیعي خوځښت بیانوي. دا هغه شیان دي چي د تاریخ پوهانو او د ژبو پېژندونکو لا دومره فکر نه دئ پکښي کړی، مګر دا ډېر مهم دی چي سړی دي د نړۍ د ژبو او د دوی تر منځ په توپیرونو پوه سي. چي دا به د راتلونکو فصلونو د پیلولو موضوع وي.
راتلونکی فصل د ژبو د ګروپونو په باره کي دئ. او هغه داسي چي ولي ځیني ژبي سره ورته او ځیني بیا سره ورته نه دي ؟
ادامه لري.