کور / ترخې خبري / طلوع ټلويزيون زمونږ کلتور ته زيان رسوي

طلوع ټلويزيون زمونږ کلتور ته زيان رسوي

هر هيواد او دهر هيواد خلک په خپله ژبه، کلتور او عنعناتو ولاړوي او هغه څه چي ډير مهـــم دي هغه ديوه هيواد کلتور او عنعنات دي عنعنات او خپله ژبه ديوه هيواد دخلکو دملاتير دتير په شان دي او همدا دوه څيزونه دي چي له نوري نړي سره دخپل هيواد توپير پخپله ژبه او په خپل کلتور سره ښيي دټولي نړي خلک مختلف قومونه،نژادونه او دمختلفو مذهبونو خلک مختلف رواجونه او مختلفي ژبي لري چي هيڅکله هم له خپل کلتور او له خپلي ژبي څخه ورته تيريدل او ددوي دي دواړو شيانو ته په سپکه کتل نشي زغملاي او په هر قيمت ورڅخه په کلکه دفاع کوي.                                                   


افغانان خصوصاً پښتانه خو بيا په نړي کي هغه دروند په کلتور او په خپلي ژبي کلک ولاړ او هغه بااستعداده خلک دي چي يو خاص شهرت لري او تل يي له خپل کلتور،عمعناتو او ژبي څخه دسر په بيه ډيره کلکه دفاع کړيده او که هرچا ورته په سپکه کتلي دي  سترگي يي تر ايستلي دي او ډير مضبوط غاښ ماتوونکي ځواب ورکړيده.                         


رسني او يا هم مطبوعات هغه څه دي چي ديو هيواد دژبي،کلتور او عنعناتو په پيژندلو کي نوري نړي ته يو خاص طلايي ارزښت لري، خو زمونږ په هيواد کي داسي نده په ځاي ددي چي زمونږ ژبي ته خدمت وشي او زمونږ خپل توليدات ډرامه او يا هم اصلاحي فلمونه او پروگرامونه وړاندي شي طلوع راته دهندي ډرامو بازار ښه گرم کړيدي په مونږ يي هندي کلتور او عنعنات ښه وپيژندل او انشاالله ترڅو چي مونږ وو او دا ټلويزيون راته ژوندي وي مونږ به دپرديو دکلتور او عنعناتو په پيژندلو کي ښه مهارت پيداکړو طلوع په مونږ هندي لوبغاړي ښه وپيژندل.                                                     


که يو څوک وغواړي چي يو قوم ووژني نو له هغوي څخه دي دهغوي دژبي په کمزوري کولو او دهغوي کلتور ختم کړي او ديوي بلي سيمي کلتور دي هلته رواج کړي دلته هم له همدي فورمول څخه کار اخيستل شويدي او همدا لوبه گرمه ده او دهندي ډرامو په واسطه يي ډير ليدونکي هم پيداکړل چي بيلگه يي دتولسي په نوم ډرامه ده چي له دري کالو راهيسي خپريږي، دا هغه څه دي چي داطلاعاتو او کلتور وزارت يي ويني ولي اقدام نه کوي دا په نوم داطلاعاتو او کلتور وزارت مونږ څه کوو هيڅ نده پکار همدا يو ټلويزيون مو بس دي.