کور / شعر / شاعرانه مرکه !

شاعرانه مرکه !

یادونه : دا یو منظومه ډوله شعر دى .


            چې پکې يو پښتون د يو نړيوال کس سره خبرې کوي .     




                     نظم  ( مرکه )


پښتون :-  د یو افغان دیو پښتون د یو وګړي په حیث


            ای نړیواله اشنــــــا! زه  یوه  پوښتنه  کوم


             بخښنه غواړم ، ته به وخت نلرې، زما پروړاندې


             د قیمتي وخت د نیولو دې مننه کوم



نړیوال :-  نه نه پښتونه یاره! هیله کوم وایه کنه


            زمونږه دنده ده چې هرچا ته ځواب ووایو


           مونږه خپل ژوند خاص د پښتون نامې ته واقف کړی


           چې په ستر فکر د پښتون د ژوند کتاب ووایو



پښتون  :- پوښتنه ښه په غور واروه نړیواله اشنا!


             سره د ډیرو امکاناتو چې لری یې تاسو


            تاسو خو ګوټ ګوټ د نړۍ خپله والکه کې ساتی


            په زورور تخنیک سپره یې کاروی یې تاسو


            د مستو ډمو غوندې ټوله شپه په شنه اسمان کې


            وړې او سترې سپوږمکۍ دي نڅوی یې تاسو


            د سمندر زرکلنیز یخان مو هم اوبه کړل


            د اورتبې پرمخ د ځمکې ، ګرځوی یې تاسو


            نو دا د جنګ لوبغاړی څنګه داسې نیغ ولاړ دی


           مانا یې دا نه ده  چې خپله لمسوی یې تاسو؟



نړیوال  :- پښتونه ! خوله دې په اختیار کې ساته تیر به نه ځې


              مونږ د سل ګونو کالو وړاندې پلانونه لرو


             مونږ بشریت ته ژوند دسولې په شیبو کې غواړو


             مونږ په لاسونو کې د خپل فکر ګلونه لرو


             مونږ چې سل ګونه کاله وړاندې کوم خوبونه لیدل


             اوس یې بریا ګورو او اوس یې تعبیرونه لرو


              مونږ غواړو ستا ورانو ویجاړو نه بنګلې جوړې  کړو


              مونږ له فطرته پښتنو ته ښه نیک نیتونه لرو 
 
 



پښتون   :- له لورینې له ښه نیت نه دې نړۍ مننه


               اوس  چې خبره د پښتون په نوم راوڅرخیده


               په کوم دلیل په کوم منطق د پښتون سیمه داسې


               په اور او وینو تر اومه تبکه وسوزیده


               ایا د ستا د فکر ګل  چاړه د مرګ نه ګڼم


               چې د پښتون د تاریخ ګل ګل زړه کې ولګیده


               ایا ګمان مې په یقین درته وانه وړي  اشنا


                چې ستا د نیت شپیلۍ په بله مانا و غږیده



نړیوال   :-  پښتونه ! نور دې کړه درټول د انتقاد لاسونه


                پښتون ستر قوم دی خو تل خپل نفاق خوړلی پښتون


                کوپړۍ دده ماتیږي خو ګټه دبل لاس ته ځي


                پخپل بې ځایه زور کې تل تاوان منلی پښتون


                علم کول یې ځان ته شرم ، کمزورلي ګڼلې


                ځکه د پام وړ ارزښتونو نه ښویدلی پښتون


                دا چې په سیمه د پښتون کې  اور او ویني ناڅي


                دا د خپل بخت له دنګ کړنګه رالویدلی پښتون



پښتون    :-   هو دا منم چې به پښتون منفي اړخونه لري


                 خو تا د ذهن د پردو شا ته پټ څه ساتلي ؟


                 په ښکاره ووایه  په اړه د پښتون د سیمې


                 چې نړیوالو نړیوال کتاب کې څه لیکلي ؟



نړیوال    :- پښتونه!  ډیر ټینګار کوې نو راته غوږ ونیسه


                یو لاس یو موټی پښتانه د هیچا نه خوښیږي


               که چیرې یو ځای شي دا بر او هغه لرپښتانه


                له دغې سترې امپرا‌‌طورۍ نه ستر خطر جوړیږي


                د نړیوال کتاب لومړۍ پاڼه لومړۍ کرښه کې


                د پښتون سیمه د نړۍ په جهنم یادیږي


                اخري پریکړه د پښتون په هکله داسې شوې


                چې د نړۍ له کورې پاک شي اور ته وښویږي
 



پښتون   :-  سمه ده سمه ده اشنا خو لږ زما هم واوره


               پښتون خو پیژنې  چې هیچا ته سر نه ټیټوي


               که هر وګړي شي سل ځله مړ سله ځله ژوندی


               دافغانیت د تاریخ لمر به چاته نه ټیټوي .