هلمند: طالب قومندان کوچنى ملا عبدالباري ونيول سو

لراوبر ډاټ کام (کابل) | جنوري 9th, 2012


د هلمند چارواکي وايي په دې ولايت کي يې د طالبانو يو مهم قومندان نيولى دئ.
د هلمند د ولايت مقام خبرپاڼه وايي دغه قومندان کوچنى ملا عبدالباري نومېږي چي په نهرسراج ولسوالي کي د عملياتو په ترڅ کي نيول سوى دئ.
ملاعبدالباري په دې سيمه کي د طالبانو مهم قومندان په ګوته سوى دئ.
بلي خوا ته د ناټو ځواکونو په يوه خبرپاڼه کي ويلي چي په خوست کي يې د حقاني شبکې هغه قومندان نيولى چي په سيمه کي يې ماينونه او چاودونکي مواد خپلو ملګرو ته وېشل او هغوى پر افغان او بهرنيو ځواکونو حملو ته هڅول.
د دې دواړو قومندانانو د نيولو په باب طالبانو څه نه دي ويلي.

Copyright Larawbar 2007-2024