د سولي شورا هيئت په قطر کي د طالبانو دفتر ګوري

لراوبر ډاټ کام (کابل) | جنوري 9th, 2012


د افغانستان د سولي عالي شورا اعلان کړى چي په نيژدې ورځو کي به يې يو هيئت قطر ته ولاړ سي او په دې هيواد کي به د طالبانو پرانيستل سوى دفتر له نيژدې څخه وګوري.
د سولي شورا د بهرنيو اړيکو مسئول او وياند محمداسماعيل قاسميار په کابل کي د رويټرز آژانس ته وويل چي دوى غواړي له نيژدې څخه د طالبانو دفتر وويني او ځانته معلومه کړي د دې دفتر څخه د کومو چارو دپاره کار اخيستل کېږي، څو تنه کارکوونکي لري او څونه بوديجه پر مصرفېږي.
طالبانو تېره اونۍ ومنله چي له امريکا سره د قطر د دفتر پر خلاصېدو سلا سوي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024