کور / کتاب / دسولې اوصميميت شاعر په نوم کتاب چاپ شو

دسولې اوصميميت شاعر په نوم کتاب چاپ شو

دسولې او صميميت شاعر په نوم دغه کتاب چې دپښتوژبې نموتي ،نړۍليداو سيلاني شاعر، ليکوال ارواه ښاد افضل خان شوق سپېڅلي روح ته ډالۍ شوى ، په دې وروستيوکې دهېوادتکړه ليکوالې،اديبي اوشاعرې زرلښتې حفيظ د زيار او راټولونو له برکته په کابل کې د ايوبزاده مطبعې لخوا په رنګه پښتۍ اومنځپانګه يې په ښکلي سپين کاغذ چې اعلى کواليټي لري په ښه صحافت سره په ٥٠٠ټوکوکې چاپ او٥٠٠نوريي دوهم ځل لپاره دکاناډاپه هيوادکې دچاپ په ښکلي زېور،وپسولل شو.
نوموړى کتاب چې په لومړۍ پښتۍ (دکتاب پرمخ)د مرحوم شوق صيب روښانه تصوير نصب شوى دى،په سريې په لوى خط ليکل شوي (دسولې اوصميميت شاعر)ټول ١١٢مخونه لري،چې زياتره يې دهمدغه شاعرخبرې اوشعرونه دي،کمپوزيې په خپله ليکوالې کړى او دډيزاين او ايډيټ چارې يې ځوان ليکوال،شاعر او تکړه کيسه ليکونکي رفيع الله روشن ترسره کړېدي.
دکتاب په وروستۍ پښتۍ (شاه)په فرانسه کې مېشتې پښتنې ليکوالې اوشاعرې ډاکټرې ګلالۍ طوطاخېلې دکتاب دليکوالې لنډه پېژنده په ښکليوټکوکښلې ده.
دسولې اوصميمت شاعر د زرلښتې حفيظ پنځم چاپ شوى اثر دى ،چې څلورنور يې لکه :شرقي ښکلادغرب په ماڼيوکې، ځواني مرګ ارمان،،دسولې انتظار شعري ټولګي ښځه د ژوندپه هنداره کې دلنډوکيسوټولګه لمړۍټوک مخکې چاپ شوي اوهمدارنګه ٩نوراثار چې دچاپ لارې څاري عبارت دي له
١:-دښاغلي کاروان چنارخبرې کوي دري ژباړه،
٢:-زماژوند
٣:-زما مور
٤:-ښځه دژوندپه هنداره کې دوهم ټوک
٥:-سوله مې ارمان،
٦:-پلچرخى زندان
٧.:-دژوند خوږې لمحې
٨ ،بوچرګادن کې د((خيام يادونه))
٩:-سوله يوه ورځ