د ٣٠٣ موټر چلوونکي ٢تنه غله د قانون منګولو ته وسپارل
په کندهار کي د احمد شاه ابدالي په نوم د ټرانسپورټي شرکت يو تن چلوونکي چي له کابله يې هرات ته مسافرين لېږدول د کندهار په ژړۍ ولسوالي کي له وسلوالو غلو سره مخ سوى او تر لنډي جګړې وروسته يې غله نيولي دي.
نوموړي چلوونکي او مرستيال (کلينر) يې تېره ورځ د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا لخوا وستايل سول او ورته د جايزې په ډول دوه راډو ساعتونه ورکول سول.
د پورته يادي سوي ټرانسپورټي شرکت څو تنو چلوونکو او د کندهار د ټرانسپورټ رياست رئيس تېره ورځ د کندهار والي سره د هغه د کار په دفتر کي وکتل، چلوونکو کندهار والي ته وويل چي ځيني وختونه پر لويو لارو د خصوصي امنيتي کمپنيو لخوا ورته ستونزي جوړيږي او تر هغو چي د امنيتي کمپنيو کاروانونه تېر نه سي دوى ته د تګ اجازه نه ورکوي.
کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د چلوونکو سره د ليدني پرمهال د چلوونکي هغه کارنامه چي په ترڅ کي يې دوه تنه وسلوال غله د پوليسو تر ګوتو سول وستايله او هيله يې وښوده چي نور چلوونکي به هم د غلو او نورو ډلو ټپلو پر ضد ورته کار وکړي.
نوموړي له چلوونکو سر د ليدني پرمهال هغوى ته ژمنه ورکړه چي د خصوصي امنيتي کمپنيو له مسؤلينو سره به ګوري او هغه ستونزه چي پر لويو لارو يې چلوونکو ته رامنځ ته کړي ورسره شريکي کړي څو حل سي.