کور / اسلامي / د ناروغیو پر علاج د دعا اغیزې

د ناروغیو پر علاج د دعا اغیزې

د ناروغیو په مخنیوي او علاج کې د دعا د واقعي قوت په اړوند په نړۍ کې ډیرې څیړنې تر سره شوي او په دې باب ډیرو مشهورو څیړونکو او ډاکترانو کتابونه لیکلي دي. تر سره شوې څیړنې، موجوده شواهد او تجربې ثابتوي چې دعا د ناروغیو په مخنیوي او علاج کې یو اغیزمن رول لري. یوې امریکايي څیړونکې او ډاکټرې چې پخپله د سینې په سرطان اخته وه او ترې ېې په بشپړه توګه شفا پیدا کړې په خپل یوه لیکل شوي کتاب کې چې عنوان ېې دی (د سینې له سرطان څخه زما خلاصون) داسي لیکي: که چیرې مونږ د ناروغیو په علاج کې د دعا پر قوت عقیده او باور ولرو او په پوره صداقت او اخلاص د خپل وجود د سلامتیا لپاره دعا وکړو، بیشکه به مو د خپلې روغتیا لپاره لوی کار کړی وي.  


طبي څیړنو څرګنده کړې، هغه خلک چې په منظم ډول په پوره اخلاص او صداقت دعا او عبادت کوي:


د نورو په پرتله کم ناروغیږي،
د نورو په پرتله د ناروغیو سره په ښه ډول مقابله کوي،
د نورو په پرتله ېې د جراحي ټپونه ژر رغیږي،
د نورو په پرتله له ناروغیو ژر شفا پیدا کوي.
طبي څیړنو ثابته کړې چې عبادت او دعا د انسان د دفاعي سیستم د پیاوړتیا سبب ګرځي چې دا پیاوړتیا د ناروغیو څخه په مخنیوي او علاج کې رغنده رول لوبوي. په دې څیړونو کې یو ډول مواد پیژندل شوي چې د دعا په وخت کې د انسان په دماغ کې تولیدیږي او دا مواد په نیغه د انسان د دفاعي سیستم د حجراتو سره رابطه لري. څیړنې دا هم ښیې چې د دعا په وخت کې د انسان په دماغ کې یو ډول حجرات چې د استروسایتس په نامه یادیږي چې د انټرلوکین-یو په نامه یوه ماده چې د انسان په دفاعي سیستم اغیزه لري تولیدوي. همدارنګه هغه کسان چې په منظمه توګه دعا کوي، د دوي د وینې د سپینو حجراتو په یو ډول کې چې لمفوسایتونه نومیږي او د انسان په دفاعي سیستم کې رول لري، د هغه کیمیاوي موادو په مقابل کې چې د انسان له مرکزی عصبي سیستم څخه افرازیږي یو ډول آخذي موجودې وي.


سربیره پر دې، د دعا ځینې رواني (روحیاتي) فکتورونه لکه آرامتیا، غوښتنه، تمه او هیله، د اندیښنې کموالی او د ژوند کولو لپاره هیله او اراده په یو ډول د انسان د وجود دفاعي سیستم پیاوړی کوي.


د امریکې د ډوک په پوهنتون کې د مذهبي څیړنو د مرکز مشر هارولد کوئنیک په دې باور دی چې د دعا په نتیجه کې روحي آرامتیا په وجود کې د هغه هورمون د کمښت سبب ګرځي چې په انسان کې د روحي فشارونو په وخت کې په لوړه کچه افرازیږي. دا هورمون له یوې غدې چې د پښتورګیو په پاسنۍ آخري برخه کې ځای لري افرازیږي.


دعا کول:


په وجود کې د هغه هورمون د کمښت سبب ګرځي چې په انسان کې د روحي فشارونو په وخت کې په لوړه کچه افرازیږي،
له جراحۍ مخکې د تشویش او خفګان مخنیوی کوي،
د ډول ډول خطرناکو ناروغیو د پرمختک مخه نیسي،
د انسان د دفاعي سیستم د تقوېې سبب ګرځي.
وروستۍ څیړنې دا هم ښیي، هغه ناروغان چې په ډول ډول ناروغیو اخته وي او د دوی د شفا او روغتیا لپاره نور خلک دوی ته دعا کوي تر هغه ناروغانو چې څوک ورته د روغتیا دعا نه کوي ژر او په ښه توګه شفا پیدا کوي. د ناروغو کسانو لپاره دعا کول د تداوی لپاره یوه بدیله تګلاره ښودل شوې چې ورته د لرې لارې تداوي ویل کیږي. د نورو د دعا په وخت کې په ناروغ کې د سپیځلتیا انګیرنه پیدا کیږي، او ناروغ د همدردۍ، زړسوي او خواخوږۍ احساس پیدا کوي چې دا ټول فکتورنه د ناروغۍ په علاج کې مهم رول لوبوي.


څیړونکي زیاتوي، کچیرې د ناروغ او روغو کسانو لپاره نور خلک په پوره صداقت او اخلاص د دوی د صحت لپاره دعا وکړي نو دا کار به د نویو ناروغیو په مخنیوي، د ناروغیو د شدت په کموالي، د ډاکټرانو په معاینه خانو کې د مریضانو د تعداد په کموالي، په روغتونونو کې د ناروغانو د بستري ورځو په کموالي او د ناروغانو په وضعیت او حالت د ملاحظې وړ اغیز ولري.


ځینې ډاکټران په دې آند دي چې کچیرې یو ډاکټر د خپل ناروغ لپاره مخکې او وروسته د جراحۍ له عملیات څخه او یاهم خپل مریض ته د یوې قوي دوا د تطبیق پر وخت دعا وکړي نو د هغه مریض به په ډیر ښه شکل شفا پیدا کړي.


د دې څیړنو د مثبتو پایلو په نتیجه کې، د امریکې په ځینو طبي پوهنتونونو کې د عقیدې او طب تر نامه لاندې څانګړي مضامین تدرسیږي تر څو ډاکټرانو ته پکې د دعا او تداوي تر منځ د مثبتې او اغیزمنې رابطې په باره کې معلومات ورکړي.


د اسلام مبارک دین د ناروغ د پوښتنې او د ناروغ د شفا لپاره د دعا اهمیت ته ۱۴۰۰ کاله مخکې اشاره کړې او د نړۍ پوهان او څیړونکي د پرمختللي ساینس پر مټ اوس اوس پر دې مسایلو اعتراف کوي. له ناروغیو څخه د روغتیا کلۍ د الله تعالی په بشپر واک او قدرت کې ده لکه چې فرمايي: و اذا مرضت فهو یشفین. شعراء ۸۰


د اسلام مقدس دین ناروغ شخص د رحم او محبت حقدار بولي، په دې وجه حضرت محمد (ص) د ناروغ پوښتنه کول او د روغتیا لپاره ورته دعا کول د یوه مسلمان په بل مسلمان باندې حق بللی دی.


په پای کې راځئ ټول په پوره صداقت او اخلاص د نړۍ ټولو مسلمانانو، خصوصا د خپل سرلوړي هیواد ټولو هغه کسانو ته چې په ډول ډول ناروغیو اخته دي د دعا لاسونه لپه کړو او د لوي څښتن تعالی د دربار څخه ورته د عاجلې شفا غوښتنه وکړو.