کور / شعر / چغه

چغه

نن مې سبا راته د اوښکو مرغلره راکړه
چې ېې فطرت کې د الله په لور سجدې بهیدې
ما په دې لوري د سجدو په قدم
ورو، ورو قدم ایښوده
ما د قدم په سجدو
یو لاروی لټوه
یو لاروی د حرم
یو لاروی د پریښتو د کلي
ورته کاته مې چې ناڅاپه د سجدو په قبله
ګډ شو توپان د غورځیدلو ستورو
د مرورو ستورو
چې ېې د عرش د غیږې
پاکې لمنې په تاو
کې سور قران راوړی
د لوی ایمان د لورې
د امیدونو قران
د حکمتونو قران
هغه حکمت چې ېې په چغو چغو
راته وایلې بنده
د حکمتونو خاوند
درته قران کې د صبرونو ښابیرۍ لیږلې
ستا هری چغې ته ېې
د صبر انتها لیږلې
تاته د صبر چغه
د امیدونو چغه
د حکمتونو چغه
د پاکې مینې چغه
د پاکې مینې چغه