کور / شعر / زړه نا زړه

زړه نا زړه

 


پوهندوی دوکتور سید حسام (مل)یار ځما   په راز  دمینی   نه  پوهیږی
نادان زړه می تل هغه پسی ځوریږی


که  په  لاره   د   ګد ر  ورته  دریږم
چی نظر یی شی پر ما ډیر په   قهریږی


که ځان ورک کړم له نظر یییو څو ورځی
د ریبار په لاس تروی ترخی را لیږی


زړه  نا  زړه   یار   په  مینه کی اخته دی
هم  له   ما  نه   مینه غواړی هم شرمیږی


را نه   لار   د   عا شقی   دی  ورکه شوی
په  خیالونو  کی  ( مل)  هر  ګړی ډوبیږی


 ۰۷-۰۲-۰۷جرمنی