کور / خبرتیا او پيغامونه / په برلين کي د افغانستان د فدرالي کېدو غونډي په اړه د پښتون يون پريکړه ليک

په برلين کي د افغانستان د فدرالي کېدو غونډي په اړه د پښتون يون پريکړه ليک

بسم الله الرحمن الرحيم.
درنو وروڼو ته معلومه ده چي ددې مياشتی پر نهمه او لسمه باندی په آلمان کښې، د افغانستان د راتلونکي حکومتي سيسټم د څرنګوالي په اړه، د يوه الماني بنسټ يانی کنراد اډيناور شټيفټونګ او امريکايي اسپين انسټيټوټ، له خوا يوه پټه غونډه روانه ده چی د افغانستان دولت ته فرانسې ته ورته يوه پارلمانی ډيموکراسي، او فدرال جوړښت ورکړي.
فدرالي نظام د افغانستان لپاره په فرهنګي سياسي او پوځي برخوکې د ګاونډيو ازادانه مداخلو ته لار هواروي، د وټيز انډوليز پرمختګ مخه نيسي، سوداګري کمزورې کوي او د ولايتونو تر منځ متقابله همکاري پای ته رسوي په داسې حال کې چې ولايتونه مو يو بل ته په بېلا بېلو برخو کې متقابلې اړتياوې لري.
له بل پلوه که فدرالي يا پارلماني نظام د سالمو کسانو غوښتنه وي نو د غور وړ دی، دا چې محقق، دوستم، مسعود او خليلي فدرالي نظام غواړي او هغه هم له المانيانو نه، نو ددی مانا لري چې د افغانستان په زيان دی، ځکه د يادو کسانو هېڅ کړنه او نظر د افغانستان په ګټه نه دی ثابت شوی. دوی نه اسلامي،نه افغاني اونه نورواجتماعي او اخلاقي ارزښتونو ته وفادار دي او دهېواد خپلواکي، ملي واکمني او دافغانستان شتون دوی ته د يو دار په شان دي. دوی تل په دې فکر کې دي چې څنګه وکولای شي زمونږ خاوره دتجزېې خواته کش کړي او په دې ډول خپلې ځاني ګټې خوندي کړي.
موږ د افغانستان خلک ددغه ډول افغان او افغانستان دښمنه سياست سره خپله مقاطعه اعلانوو او په شدت ېې محکوو. خپل هر ډول کوښښ او هڅه به د هغه د ناکامۍ له پاره و نه سپموو.
په تاريخي لحاظ د اعليحضرت تيمور شاه تر وفات وروسته بيا د اعليحضرت عبدالرحمان خان تر پاچا کېدو پوري يعنی تقريبآ د اتياوو کلو له پاره چي افغانستان د محمد زيو وروڼو له خوا په خپلو منځونو کی سره وويشل شو او افغانستان ، فدرال او يا فدرالي ته ورته حالت لاره، نو په دې ټوله دوره کي په دغه هېواد کي جګړو نه يوازی زموږ مادي او معنوی ريښې وکښې او هېواد ته ېې بېسارې وټېز زيانونه ورسول، بلکې د افغانستان د اصلي خاورې سترې برخې هم د استعمار په ګټه له لاسه ووتلې .
اوس چي د افغانستان دښمنان د فدرالېزم تر عنوان لاندی د دې هېواد د وېش لومړنی تېاری نيسي نو دا به لازمه وی چی و پوښتو چی دا فدرالېزم به پر څه بنا وي؟ د ژبې، مذهب او ټبر اخښنه په هره سيمه کې نه بېلېدونکې ده.
هغه ېوازنی فکټور چی په دغه سيمه کی د ثبات لامل کرځېدلی وو، هغه پښتانه دي. که پښتانه نه وی نو به ډېر ژر دغه اولسونه د قدرت پر سر په مبارزه کی را ښکېل او د وېنی د توېېدو سبب به وګرځي. ځکه چی دوی به يو هويت او يو ګډ د ژوند کولو بنسټ ونه ولري، بلکې يو مصنوعي دولت به وی لکه پاکستان او اسراييل چی سربېره پر دې چې څو شپېته کاله ېې له عمره تېريږي، ولې بيا ېې هم قوام نه دی موندلی. ايران به ښايي لومړنی هېواد وي چي د لوی خراسان يعني د اوسني افغانستان د شمال له لارې به د اېران او تاجکستان د نښلولو هڅې پيل کړي.
په ګران هېواد او دنړۍ په هر ګوټ کې او په ځانګړي ډول په اروپا او بيا په جرمني کې له مېشتو افغانانو څخه په کلکه غوښتنه کوو چې ددی کرغېړن عمل په وړاندی احتجاج او لاريونونه وکړي، دخپل ولس په استازيتوب دی غږ پورته کړي.
مونږ (پښتون يون) له دولت، طالبانو او نورو ډلو، ګوندونو، ټولنو او ملي شخصيتونو غوښتنه کوو چې په دی اړوند خپل رسمي موقف څرګند کړي، په دی مانا چی دوی په دغه ملی خيانت کی د پردې شا ته د لويديځوالو سره د فدرالېزم په برخه کې او په دې توګه د افغانستان د تجزېې د لمړي قدم په حيث ، توافق ته رسېدلي او که دوی فدرالېزم او د افغانستان تجزيه ردوي . موږ (ولس) ته دی په ليکلې او روښانه ټکو ووايي.
د رسنيو درانه خاوندان تر بل هر چا ستر مسؤليت لري چې ولس ته پوره او کره مالومات وړاندې کړي، او د مېږو په پوستکو کې دا پټ شوي لېوان دی ولس ته وروپېژني.
ګرانو هېوادوالو په هره کچه چې وي خپل غږ او نيوکه د نړيوالو تر غوږونو ورورسوۍ چې زمونږ د هېواد په کورنيو چارو کې لاس وهنه مه کوئ، ددی څو کسه انسان وژونکو او هېواد پلورنکو د ملتيا په بيه د ټول افغان ولس دښمنۍ ته لاس مه اچوئ، دوی زمونږ استازيتوب نشي کولای.
موږ دا استعماري پلان نه يوازی د افغانستان بلکه سيمې او جهان د سولې له پاره يو ګواښ کڼو او ردوو ېې!
پر لوی ځښتن زموږ ويسا ده.
ژوندي او يو موټي دې وي افغانستان
تل دې وي ملي يووالی
دپښتو يون چلوونکې جرګه