جرمني: افغان ځوان د القاعدې سره په تړاو متهم سو

لراوبر ډاټ کام (کابل) | جنوري 10th, 2012


د جرمني هيواد فدرالي محکمې يو افغان د القاعدې او ازبکستان د اسلامي غورځنګ له جنګياليو سره په تړاو متهم کړى دئ.
اسوشېټيډ پريس آژانس وايي ياد سوى ځوان ٢٢ کلن دئ او پر ده تور لګېدلى چي په ٢٠١٠ او ٢٠١١ کلونو کي يې په يوه داسي ويبپاڼه کي شاوخوا ٦٠ پيغامونه خپاره سوي دي چي خلګ يې د غيرمسلمانانو پر ضد وسله وال جنګ او تشدد ته وربلل.
د دې ځوان په باب نور معلومات نه دي ورکړل سوي، خو نوم يې اميد H ښودل سوى دئ.

Copyright Larawbar 2007-2024