په کندهار کي د برېښنا پخوانۍ سستم نوى کيږي
د افغانستان د برېښنا شرکت عمومي رئيس عبدالرازق صمدي پرون په کندهار کي وويل چي په دې ولايت کي د برېښا زوړ سستم له سره نوى کوي او ورسره سم به نوي او مسلکي مامورين په دندو ګماري.
صمدي له يوه پلاوي سره يو ځاى کندهار ته راغلی دی او پرون يې دلته له کندهار والي، د کندهار دبرېښنا رياست سرپرست، د کندهار ولايتي شورا، قومي مشرانو، سوداګرو او مخورو سره وکتل.
نوموړي وروسته د کندهار والي سره يو ځاى د کندهار ولايت د رسنيو په مرکز کي جوړي سوي مطبوعاتي غونډي ته خبري وکړي او وويل چي دلته به د بلنګ (پيسې ورکولو) سستم هم له سره نوى کړي.
د هغه په خبره چي د بلنګ نوى سستم يو عصري او پرمختللى سستم دى چي د سيمي او نړۍ يو ګڼ شمېر هيوادونه ورڅخه ګټه اخلي او پېرودونکي به کولاى سي چي د مبايل د SMS له لاري بيل تر لاسه او له همدې لاري يې پيسې هم تحويل کړي.
د افغانستان د برېښا شرکت د عمومي رئيس په خبره چي د بلنګ د نوي سستم سره به پېرودونکي د ١٤٦ شمېرې له لاري وتوانيږي چي هر وخت او هر زمان له برېښنا رياست سره خپلي ستونزي شريکي کړي.
ښاغلي صمدي وويل پلان کي لري چي د کجکي بند دريم توربين هم فعاله کړي چي ورسره سم به په کندهار کي ١٧ ميګاواټه برېښنا اضافه سي او ٥٠٠٠٠ کورنيو ته به د برېښنا ورکوني لاره جوړه سي.
هغه زياته کړه دوى پلان لري چي په کندهار ښار کي د برېښنا سستم په مکمل ډول نوى کړي او همداراز له کجکي بنده تر کندهار غځېدلى د برېښنا لېږدوونکى لين هم چي ډېر زوړ سوى بيرته نوى کړي.
ښاغلي صمدي وويل بهرني پانګه وال علاقمند دي چي په کندهار کي درې سوه ميليونه ډالره ولګوي او په نتيجه کي يې ددې ولايت برېښنا په اساسي ډول جوړه سي، نوموړى وويل په اوږدمهاله پلانونو کي يې دا هم شامل کړي چي بايد د افغانستان شمال او جنوب د برېښنا له لاري له يو بل سره وصل سي.
کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا چي د افغانستان د برېښنا شرکت له لوى رئيس سره يو ځاى په جوړه سوې خبري غونډه کي خبري کولې وويل هيله مند دى چي د کندهار د برېښنا ستونزي لپاره اساسي لاري چاري ولټول سي.
د هغه په خبره چي کندهاري کي په لسګونه فابريکي شتون لري چي د امهال د برېښنا د نه شتون له خاطره پرچاو دى او که چيري دغه ستونزه حل سي نو ژر به هغه فابريکې هم فعالي سي او زرګونه خلک به پر کار سي چي دغه اقدام د امنيت پر سمون ښه تاثيرات واچوي.