کندهار: ځانمرګى تر حملې دمخه کشف سو

لراوبر ډاټ کام (کابل) | جنوري 11th, 2012


د کندهار چارواکي وايي يوه ځانمرګي نن خپل ځان امنيه قومندانۍ ته د مراجعينو په منځ کي تېر کړى وو، خو پوليسو کشف کړ، هغه هم هدف ته له رسېدو دمخه ځانته چاودنه ورکړه.
د کندهار پوليسو ويلي چي د ياد سوي کس په هکله دوى وختي لا خبر ول، ځکه يې نن د کاکا سيداحمدليسه له زدکوونکو خالي کړې وه، چي مبادا کوم تاوان ورته ونه رسېږي.
د کندهار پوليسو ويلي چي په دې پېښه کي غيرله بريدکوونکي بل هيڅوک نه وژل سوى او نه هم ټپي سوى دئ.
بلي خوا ته د اسوشېټيډ پريس آژانس وايي چي د بريدکوونکي موخه د کندهار امنيه قومندان جنرال عبدالرازق وو، خو هغه ته کوم تاوان نه دئ رسېدلى، بلکي يو ساتونکى يې ټپي سوى دئ.

Copyright Larawbar 2007-2024