د دفاع وزارت پر خپله پوله د ايراني پوځ تمرينات وغندل

د لراوبر اداره | جنوري 11th, 2012


د افغانستان د دفاع وزارت په لومړي ځل په رسمي ډول د ايران لخوا د افغانستان پولي ته نژدې پوځي تمرينات غندلي دي ، د دفاع وزارت وايي چي ايران دوی ته په دې اړه خبر نه و ورکړئ .
ددفاع وزارت نن په يوه خبري ناسته کي وويل چي ايراني پوځيان د لسو ورځو لپاره د افغانستان د پولي په شپېته کيلومټري کي د لسو ورځو لپاره پوځي تمرينات کوي .
نوموړئ وایی چي د پولي څخه د پوځي تمريناتو فاصله په پام کي نيول سوې مګر دوی په رسمي توګه افغان دولت ته خبر نه و ورکړئ .

Copyright Larawbar 2007-2024