د المان د بهرنيو چارو وزارت د ۱۳۹۰ لمریز کال د مرغومي ۲۱مه د يوې اعلاميې په خپرولو سره څرګنده کړېده چي د برلين په هغه کنفرانس کي يې برخه نلرله چيري چي ددوی په وينا د افغانستان سياسي مشران رابلل سوي وه .
د افغانستان د سياسي چارو څېړنکي شېريحیی دغه اعلاميه پښتو ته ژباړلې ده :
د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په برلین کې د اسپن انستیتیوت له خوا د امریکا د متحده ایالاتو د کانګرس د غړو او یو شمېر افغان سیاسي شخصیتونو تر منځ د جوړې شوې غونډې په اړوند ویلي دي:
د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په دې خبر دی چې د اسپن انستیتیوت په بلنه نن او پرون د امریکا متحده ایالاتو د کانګرس د غړو او د ځینو افغان سیاسي شخصیتونو تر منځ خبرې شوي دي. ((ددغو خبرو لپاره د تیاري او د غونډې د ترسره کولو مسؤولیت د اسپن انستیتیوت په غاړه و. د آلمان د فدرالی حکومت استازو په دغه غونډه کې برخه نه درلوده.
نړیوالې ټولنې د ۲۰۱۱ میلادي کال د ډسمبر په ۵مه نېټه په تفاهم سره په افغانستان کې د یوه سیاسي حل په اړتیا ټینګار وکړ. همدا ډول د سولې او بیاپخلاینې پروسه او د هغې پایلې باید د کنفرانس د پرېکړو په ۱۸مه ماده کې د ذکر شویو پرنسیپونو سره په سمون کې وي. د آلمان اتحادي جمهوریت د هر ډول هغو غوښتنو سره همنظره نه دی کومې چې ددغه نړیوال تفاهم سره په تضاد کې وي.((
د بُن د کنفرانس د پرېکړه لیک په ۱۸مه ماده کې راغلي دي:
د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د اړوندو پريکړو په نظر کی نيولو سره، نړيواله ټولنه د افغانستان سره موافقه لري چې د سولې او روغې جوړې بهير او دهغه پايلې بايد په اصولو ولاړې وي:
الف: د روغې جوړې خواته د سولې بهير بايد:
· دافغانانو په رښتني مشرۍ او مالکيت تر سره شي؛
· عمومي وي او دافغانستان د ټولو خلکو ، جنسيتونو او ټولنيز دريځه ته د نه پام له مخې، د مشروعو ګټو څرګندوي وي.
ب: مصالحه کې بايد لاندې ټکي شامل وي:
· د افغانستان د ملي حاکميت بيا تاييد،خپلواکي او بشپړتيا؛
· د زور زياتي غندنه؛
· له نړيوالې ترهګری سره د اړيکو پرېکون؛
· د افغانستان داساسي قانون او له هغې ډلې دبشري حقوقو مواد او په تيره بيا دښځو دحقوقو درناوي وکړي.
ج: د سيمې هيوادونه دغه بهير ته درناوي ولري او دهغو د پايلو ملاتړ وکړي.
د سولې هر هغه بهير، چې يادو شويو ټکو ته په پام سره وي، دنړيوالې ټولنې بشپړ ملاتړ به ولري.