سعودي کمېټه مسجدونو ته فرش او لوډسفيکرونه ورکوي

د لراوبر اداره | جنوري 11th, 2012


 د سعودي مرستندویه کومېټې په زیار د افغانستان ۳۲ ولایتونو جوماتونو لپاره د فرش او لرغږو (لوډسپیکرونو) پروژه له هغې پرتمینې غونډې وروسته په رسمي توګه د هېواد پلازمېنې کابل له عیدګاه جومات څخه رسما پیل شوه چې په همدې ویاړ د حج او اوقافو وزارت له خوا جوړه شوې وه.


غونډه د قرآن عظیم الشان په تلاوت پیل او د حج او اوقافو وزیر له خوا پرانېستونکې وینا واورل شوه، دعربستان هيواد څخه یې مننه وکړه چې په هر بد وخت کې یې د افغان ولس لاسنیوی کړی، د فرش او لرغږو د مرستو د دوام هیله یې څرګنده کړه او د سعودي هېواد له سفیره یې غوښتنه وکړه چې دا پروژه باید همداسې د هېواد هر هغه جومات ته وغځول شي . ورپسې د سعودي هېواد سفیر خپله لنډه وینا واورله او له افغان ولس سره یې د هر راز مرستو ډاډګیرنه ورکړه. د پروګرام په وروستۍ شېبو کې د افغان ولس لپاره د سعودي مرستندویه کومېټې سیمه ییز مدیر ډاکټر خالد محمد العثماني لنډه وینا واوروله او له راغلو علماوو یې مننه وکړه او خپلو مرستو غزولو ژمنه یې وکړه.


د پروګرام په دویمه برخه کې د هغه تړونلیک له مخې چې په کابل کې د خادم الحرمین الشریفین سفیر استاد صالح الصافی او د حج او اوقافو وزیر ډاکټر نیازي ترمنځ لاسلیک شو، د افغان ولس لپاره د سعودي مرستندویه کومېټې په زیار د به د هېواد 32 ولایتونو څه باندې (600) جامع جوماتونو کې [103,500] متر مربع اعلی قالینچه یي فرش خپور او 500 سېټه لوډسپیکرونه ولګول شي.


د پروګرام په درېیمه برخه کې د نوموړې پروژې رسمي پرانېسته د عیدګاه جومات څخه د پټۍ په پرې کولو او فرش غوړولو پیل شوه.


د یادولو وړ ده چې ددی پروژې دویمه برخه به د همدې اونۍ په پای کې د هېواد لوېدیځو ولایتو لپاره له هرات ولایت څخه پیل شي.


دا پروژه د هغو ډول ډول مرستو یوه برخه ده چې د ورور هېواد سعودي عربستان د [20,887,500] سعودي ريالو چې له [275] ملیونو افغانیو سره برابر دي ځانګړي کړي. په دې پروژو کې د [3,75] ملیونو ریالو په کچه د پوهنې وزارت سره د قرطاسیې، زده کوونکو بکسو، کتابونو او دیني مدرسو لپاره د کتابتونونو پروژه، او 12 ملیونو ریالو په کچه د ژمنیو مرستو پروژه، د [825,000] سعودي ريالو په کچه د کابل پوهنتون شرعیاتو پونځي لپاره د اسلامي څېړنو مرکز، او [562,500] سعودي ريالو په کچه د نوموړي پوهنتون شرعیاتو پوهنځي لپاره د کتابتون پروژه چې ځینې ددې پروژو څخه بشړې شوي او ځينې نورې یې پر لارې دي.


پاتې دې نه وي چې ددې پروژو هوکړه د سعودي عربستان وليعهد او د افغان ولس لپاره د سعودي مرستندويه کومېټې ستر څارونکي ښاغلي شازي (شهزاده) نايف بن عبدالعزيز له ترسره شوې. دا هوکړه د هغو ډول ډول سخاوتمندانه پروژو یوه برخه ده چې ورور هېواد سعودي عربستان یې د خپلو مرستندویه مؤسسو له لیارې د افغانستان له دیني، ټولنیزو، ښوونیزو او روزنیزو بنسټونو سره وخت پر وخت ترسره کوي.

Copyright Larawbar 2007-2024