کور / راپور / هالنډ: خيرت ويلدرز د قرآن ضد فلم خپور کړ

هالنډ: خيرت ويلدرز د قرآن ضد فلم خپور کړ

د قرآن ضد فلم خپرېدو څخه يو ساعت وروسته دهالنډي مطبوعاتو څخه د لراوبر افغانستان د ادارې ځانګړی راپور 



خيرت ويلدرز د فتنه ( قرآن ضد ) فلم جوړونکئ


د هالنډ د پارلمان وکيل خيرت ويلدرز  له خوا جوړ سوی  قرآن ضد فلم چي فتنه نومېږي نن ماښام  د يوه لندني شرکت د ويب سايټ له لاري خپور کړ .


دا فلم چي ټولټال ۱۷ دقيقې دئ د قرآن عظيم الشان د ايتونو ، ځانمرګي بريدونو، د سپېڅلي پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د کاريکاتورونو او همدا ډول د نيويارک پر سوداګريز مرکز بريدونه ، د لندن بريد او هسپانيې پلازمېنې مادريد بريدونو زړې عکاسۍ ، د زړو ورځپاڼو د ځينو برخو او په شامځکه ( بګراونډ) کي له موسيقۍ څخه جوړ سوی دی .


خيرت ويلدرز نن ماخستن په سيمه يز وخت دشپې يوولس نيمي بجې د هالنډ د هاګ ( دين هاخ ) په ښار کي د يوه خبري کنفرانس پر مهال وويل دده فلم د مسلمانانو او اسلام پر ضد نه بلکي د اسلامي ايډيالوژۍ پر ضد جوړ سوی دی ، نوموړي وويل چي له مسلمانانو سره نه يوازي ستونزه نه لري بلکي غواړي له اسلامي مشرانو سره د قرآن عظيم الشان څخه د قرآن کريم د هغو برخو د له منځه وړلو په اړه خبري وکړي کومي چي د خيرت ويلدرز په وينا مسلمانانو ته د وژلو ، لواطت څخه د منع کولو ، او تشدد بلنه ورکوي .


ويلدرز د خبريالانو له ډيرو پوښتنو سره مخامخ سو ، چي د ډيرو پوښتنو په ځواب کي بس همدا ويل چي تاسو فلم وګورئ د خپلي دې پوښتني ځواب په فلم کي موندلای سئ ، انټي قرآن فلم په عيني وخت کي په دوو ژبو ( هالنډي او انګريزي ) خپور سوی دی ، ويلدرز څو ورځي مخکي د خپل فلم د ښودلو نيت درلود خو کوم سايټ چي ويلدرز د فلم ښودني لپاره نومولی و د فلم ښودني لږ ګړۍ مخکي له ليکي راپرېوت او وبند کړل سو ، د هالنډ لومړي وزير پېتر يان بلکننده له لومړي سره د خيرت ويلدرز د انټي قرآن فلم سره مخالفت ښودلی ، خيرت ويلدرز دوې اوونۍ مخکي لومړی وزير د طالبانو او عربو پلوئ او ددموکراسۍ او پرمختګ د لاري خنډ او ډارن ونوماوه .


ويلدرز د يوه خبريال ددې پوښتني په ځواب کي چي که چيري ددې فلم ښودل د هالنډي اتباعو ژوند ته په کور دننه يا نوروهيوادونو کي خطر پېښ کړي پړه به يې د چا په غاړه وي ؟  ، ويلدرز  وويل : زه داتمه نه لرم چي زما فلم دي تشدد او مرګ ژوبله رامنځته کړي ، که ددې فلم چي د ويلدرز په وينا له ريشتيا څخه جوړ سوی دی له امله څوک په تشدد لاس پوري کوي نو پړه به يې د هماغه سړي په غاړه وي .


يو شمېر هالنډي سياستپوهان او سياسي ګوندونه د خيرت ويلدرز ددې کار سخت مخالف دي خو ددې ترڅنګ يو شمېر نور وايي چي خيرت ويلدرز په خپل فلم کي تبعيض ( ډيسکريمينېشن ) يا نژادپالنه ( فاشستي ) نه ده کړې .


دخيرت ويلدرز څخه د ننني خبري کنفرانس پر مهال پوښتنه وسوه چي تر دې وروسته د خپل ځان د ساتني په اړه اندېښنمن نه دئ ، نوموړي وويل چي تر اوسه يې اندېښنه احساس کړې نه ده ، دا به سر له سبا معلومه سي چي خلک زما د فلم په اړه څه عکس العمل ښکاره کوي . نوموړي وويل چي د فلم جوړولو څخه يې لومړی هدف دا دی چي د هالنډ دروازې دي د مسلمانانو او اسلام پر مخ وتړل سي ، په هالنډ او اروپا کي دي د اسلاميزم مخه ونيوله سي ، د خيرت ويلدرز په وينا هغه خطرونه چي له مخي يې زه په هالنډ او اروپا کي د مسلمانانو او اسلام مخنيوئ غواړم هغه مي اوس په خپل فلم کي رايوځای کړي دي  او غواړم تر دې وروسته له خلکو سره د خبرو اترو لاره پرانيزم . نوموړي وويل چي په هالنډ کي مېشت مسلمانان کفايت کوي ، نور بايد هالنډ ته د مسلمانانو مخه ونيوله سي .


ددې پوښتني په ځواب کي چي ايا په دې فلم کي د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم په کاريکاتور کي د هغه په سر مبارک کي چاودنه د مسلمانانو احساسات راپارولو يا تشدد ته د لاري هوارولو په معنا نه وي ؟ ويلدرز وويل چي ده په فلم کي د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم کاريکاتورونه په دې کار کړي دي چي د اسلام دين ، د الله جل جلاله نوم او قرآن د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم پذريعه پنځلس سوه کاله مخته نړۍ ته راغلي دي ، د ويلدرز په وينا کله چي څوک د اسلامي ايډيالوژۍ په اړه خبري کوي هلته اړينه ده چي د الله جل جلاله نوم ، د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم او قرآن عظيم الشان نومونه راسي ، خيرت وليدرز وايي څنګه چي زما موضوع د اسلامي ايډيالوژۍ په اړه ده نو اړينه ده چي دالله جل جلاله او حضرت محمد صلی الله عليه وسلم نومونه او د پيغمبر عليه السلام کاريکاتور هم وکاروم .


له بلي خوا هغې ډنمارکي ورځپاڼي چي په لومړي ځل يې د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم کاريکاتورونه چاپ کړي وو پر خيرت ويلدرز نيوکه کړې ده چي ولي يې ددوی له خوا خپاره سوي کاريکاتورونه د اجازې پرته کار کړي دي . هالنډي سياستپوهان او ددې فلم مخالفين اوس په دې هڅه کي دي چي دې ۱۷ دقيقې فلم کي داسي برخي يا خبري پيدا کړي چي له مخي يې وکړای سي خيرت ويلدرز محکمې ته راکش کړي او جريمه يې کړي ، خو خيرت ويلدرز تيره اوونۍ د يوه خبري کنفرانس په ترڅ کي روښانه کړه چي د فلم جوړولو پر مهال يې ټوله هالنډي او اروپايي قوانين په پام کي نيولي دي ، نوموړي په خپل مخکني کنفرانس کي وويل چي زه د هالنډ تبعه يم او ددې هيواد د قانون پابندي کوم ، نه د سعودي عربستان يا افغانستان .


د خيرت ويلدرز څخه دا پوښتنه وسوه چي ايا په قصدي ډول يې فلم د مسلمانانو د مذهبي ورځي ( جمعه مبارکه ) ورځي په رارسيدو سره فلم خپور کړ تر څو د مسلمانانو د رخصتۍ او جمعې په ورځ امامان دا خبري په مسجدونو کي يادي کړي که څنګه ؟ ويلدرز وويل چي نورو کسانو دا پوښتنه هم ترې کړې وه چي ولي يې خپل فلم تيره اوونۍ چي د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د زېږېدني ورځ وه خپور نه کړ ، خيرت ويلدرز وويل چي زماهدف د مسلمانانو ځانګړې ورځ يا د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم دزېږېدني ورځي ته تياري نه وه بلکي زما پيغام او هدف ټول د قرآن عظيم الشان د هغو برخو په اړه دی له کومو سره چي زه مخالفت لرم ، زموږ د هيواد ( هالنډ ) او اروپا په زيان دي او زموږ ددموکراسۍ مخه نيسي .


د خيرت ويلدرز فلم د خپريدو په لومړي نيم ساعت کي اته لکه پنځوس زره واره وليدل سو ، د هالنډ دولت د فلم جوړولو يوه متخصص وايي چي د خيرت ويلدرز فلم په حقيقت کي فلم نه سي بلل کېدای ، په دې ټوټه کي له زړو موادو کار اخستل سوی دی ، د قرآن عظيم الشان دا سورتونه او ايتونه پنځلس سوه کاله پځوا راغلي او هر چاته معلوم دي ، کاريکاتورونه لومړی په ډنمارک کي خپاره سوی دی ، د فلم موسيقي بې خونده او تکرار ده ، د فلم ګرافيک داسي ښکاري لکه د کمپيوټر په پاور پاينټ چي جوړ سوی وي ، کيفيت يې ډير ټيټ دی لنډه دا چي فلم هغومره نه دی لکه تبليغاتو چي غټ کړی دی .


عام هالنډيان د انټي قرآن فلم په اړه بېلابېل نظرونه لري ، يو شمېر وايي چي له مسلمانانو سره د ګاونډيتوب او راشه درشه پر مهال يې هيڅکله د کوم خطر احساس نه دی کړی ، هر مسلمان تروريست نه دی دا ځيني ډلي دي چي بهرنيو ګټو لپاره د مذهب او اسلام په نوم کارول کېږي . ځيني نور وايي چي د عادي مسلمانانو او ترهګرو او بريد کوونکو تر منځ بايد توپير وسي ، دا ډله د خيرت ويلدرز د فلم مخالفت کوي اووايي چي موږ بايد ټولو مسلمانانو ته د بريدکوونکو په سترګه ونه ګورو .


په هالنډ کي اسلام پاله ټولني دخيرت ويلدرز د فلم په کلکه غندنه کوي ، ټاکل سوې ده چي نن د جمعې ورځ به د خيرت ويلدرز د فلم په ځواب کي د هالنډي ميشتو مسلمانانو له خوا يو ځوابي فلم چي د څو مياشتو راهيسي کار پر روان و خپور شي ، ددې فلم د خپريدو ويبپاڼه تر اوسه نه ده په ډاګه سوې .


د يادوني وړ ده چي په ( قرآن ضد ) فلم کي د افغانستان ، عراق ، فلسطين ، هالنډ او يوشمېر نورو هيوادونو مسلمانانو لنډي خبري او عکسونه ښودل کېږي ، د فلم پای ته رسېدو څخه مخکي د قرآن عظيم الشان يوه پاڼه د څېري ( غوڅولو ) پرمهال داسي ښودل کېږي چي د غوڅولو د ږغ پر مهال عکس له پردې ليري شي ، خيرت ويلدرز د يوې خبريالي ددې پوښتني په ځواب کي وويل چي کوم ږغ چي په فلم کي اوريدل کېږي د قرآن عظيم الشان د پاڼي غوڅولو نه بلکي د ټيلفون کتاب د يوې پاڼي د څېرلو څخه ثبت سوی دی ،ويلدرز وويل چي زه د قرآن عظيم الشان دغه برخي چي مخالفت ورسره لرم خپله نه غوڅوم ،  غواړم چي مسلمانان خپله دې ته وهڅوم چي له خپل کتاب څخه دغه برخي ليري کړي . خو فلم ليدلو پر مهال دا له ورايه ښکاري چي د قرآن عظيم الشان يوه پاڼه د غوڅولو په مقصد نيول کېږي .


د لراوبر ويبپاڼي اداره نه يوازي د انټي قرآن فلم په مقابل کي د احتجاجي غبرګون له امله ددې فلم لينک ( د ليدلو ادرس ) نه خپروي بلکي په کلکه يې غندنه کوي او دا د اسلام او مسلمانانو لپاره د سپکاوي څخه ډک يو نه بخښونکی عمل ګڼي .