ديرش ميرمني دنرس قابلګي له کورس نه فارغي شوي
35
نړيوالي روغتيايي اي ايم سي موسسي دخوست په ولايت کي ديرش ميرمني د نرس قابله ګي له کورس څخه فارغي کړي. نوموړي غونډه چي نن سهار دهمدي نړيوالي موسسي په انګړ کي جوړه شوي وه ديرشو هغو ښځينه نرس قابله ته د فراغت اسناد ورکړل شول چي پوره اتلس مياشتي يي په همدي کورس کي په روغتيايي برخه کي زدکړي کړي وي. ديادولو وړ ده چي له دي وړاندي هم دهمدي موسسي له لوري په همدي برخه کي ديرش ميرمني دنرس قابلګي له کورس څخه فارغي کړي وي دهمدي موسسي مسًولين وايي چي دا کورس چي اتلس مياشتي درس ميرمنو ته ورکول کيږي پنځه دوري لري چي دوه دوري يي فارغي کړيدي او ډير ژر به يي دريمه دوره هم پيل کړي، دا په داسي حال کي ده چي زمونږ په هيواد افغانستان کي په روغتيايي برخو کي دشځينه ډاکټرانو او نرسانو ګراف ډير ټيټ دي او خلک ورسره له ګڼو ستونزو سره مخ دي چي دداسي کورسونو جوړيدل به ددي ټيټ ګراف په لوړيدلو کي مهم رول ولوبوي او دا ستونزه به يو څه حل شي.