کور / شعر / یاالهي مه راوینې تجزیه دګران وطن

یاالهي مه راوینې تجزیه دګران وطن

یاالهي مه راوینې تجزیه دګران وطن


دیووالي دښمنان کړې خوارخسته دګران وطن


سورشمال دئ خښمېدلی توربادونه دي چلیږي


رژوي دوحدت پاڼي ومېوه دګران وطن


ښه ئې وینم چي وچیږي دوحدت څپاندسیندونه


بېره سته چي سرچینه ئې سي کورَه دګران وطن


دهیوادښمنان یوسول شیطاني دامونې سرکړل


کرښي کاږي پرښایسته ښکلې څېره دګران وطن


جنګ دژبي ئې جاري کړجنګوي سکني وروڼه


ژوندی نه پرېږدي هیڅکله دانسته دګران وطن


تحمل ئې ورته ګران سوچي افغان سردي اوچت وي


انتقام راڅخه اخلي روسیه، دګران وطن


دحکمت هیله ترې مه کړئ سعادت مه ځني غواړئ


که درب پرلاري نه تلی سرغنه دګران وطن


دښمنانوتوره تبه ګډه کړې لورپرلورده


په دوست هم هیڅ وچه نه سوَله خوله دګران وطن


داقومونه اولسونه دیوې باغچې ګلان دي


په خزان ئې مړاوې مه کړې ګلدسته دګران وطن


بهارونه دي تازه وي دوحدت نغمې دي سر وي


اولسونه دي راغونډ وي پرجرګه دګران وطن


چي شملې دافغانانوپکښې جګي جګی وینم


دا ارمان  مي کړې اې خدایه راپوره دګران وطن


++++++++++++++