کور / هستوي فزيک / په انټرنټ روږدتیا لکه په نشه یی توکو روږدتیا ده

په انټرنټ روږدتیا لکه په نشه یی توکو روږدتیا ده

د چینايي څیړونکو د یوې ډلې د څیړنو به ترڅ کې داسې جوته شوې ده، هغه کسان چې د انټرنټ او په خاصه توګه د فیسبوک، ټویټر او داسې نورو سایټونو په کارونه روږدي شوي دئ، د نورو مخدراتو او الکولی توکو د روږدو کسانو په شان د مغزو د جوړښت له بدلو سره مخامخ دي. دغې ډلې ته په انټرنټ روږدو اولسو کسانو د اعصابو د معاینې په ترڅ کې دا جوته شوه چې دوۍ هم د نورو مخدراتو د روږو کسانو په څیر په عصبی اختلال اخته دئ. دوۍ وايي چې د دغو کسان د مغزو په جوړښت کې اضافي سپیې لیکې لیدل شوې چې دا لیکې په مخدراتو د روږدو کسانو په مغزو کې هم لیدل کیږئ. دا ډله وایي چې په انټرنټ روږدي کسان ژر او احساساتي تصمیم نیسی او ډیر ژر عصباني کیږئ. دوۍ وايي چې د دې څیړنې پایله باه د روږدتیا د درمنلې لپاره نویو کړنلارو ته مخه پرانیزئ.