کور / طنز / پوه که لیونی بهلول ؟

پوه که لیونی بهلول ؟

ابووهب بهلول ابن عمر و الصریفی کوفی مشهور په بهلول په کال ۸۰۶  ميلادي  په کوفه  کې زېږېدلی دی  اودخلیفه هارون الرشید  هم پېر وو

 وایي بهلول د حضرت صادق له شاګردانو څخه وو. چې  دعباسي خلیفه منصور په وخت کې اوسید،ویل کیږی په هغه و خت کې منصورد حضرت صادق (رض) د مړکولو لپاره د بهانې پسې ګرځید چې هغه خپلو  اصحابو او شاګردانو ته تیټ کړی او یوه بهانه  یې دا وه چې د بهلول نه يې وغوښتل شاهدي ورکړي  چې امام صادق غوښتل د پاچا پر ضد پاڅون وکړي او خلافت ونیسي .
 بهلول دا خبره امام صادق ته ورسول هغه ورته وویل: ځان په لیونتوب واچوه! هغه و چې بهلول ځان په لیونتوب واچوی ولې په حقیقت کې د خپل دور تر ټولو  پوه سړی وو.
 هغه ډیر خوږ کلام درلود او ډیر ترخه واقعیتونه او حقایق يې بیان کړي دي د هغه ویناوي  لومړی څوک خندوي بیا د هغه په غوږ کې ورو وایي  پام وکړه! پر بل چا نه پر خپل ځان خاندې نو هغه په ژړا کوي!!
مخالیفینو د هارون په دور کې درې لارې درلودې : مهاجرت، جمل(غره او بیابان ته ختل او تلل) او لیونتوب
بهلول په دې دریو کې لیونتوب غوره کړ او ژر يې خپل ټول شته له لاسه ورکړه اودرویزګر شو او په څېری  څېری کالو کې لکه ګدا ګرځید. د هغه دحاضر ځوابی  ډیر  ښه نکلونه پاته  شوي دي چې څووتلې بېلګې يې دا دي:

د بهلول دخبرو اترو داستان  د یو په نامه  عالم سره داسي دي:
یو ورځ بهول پر لرګي سپورد کوفې په ښار کې ګرځید په لیاره کې یې  یو سړی پر  منبر ناست ولید چې خلکو ته  یې نصیحت کوئ. بهلول ودرید او دهغه خبرو ته يې غوږ ونیوی. هغه ویل: جعفر بن محمد(حضرت صادق) په اند هر کار بنده خپله  کوی .دا درواغ دی دا ټوله کارونه خدای کوي. او هغوی  خپله کوم اختیار نه لري! بل دا چې شیطان له اوره دی هغه څرنګه په اور کې سوځي دا غلطه خبره ده
او بل دا چې هغه ووايي خدای هغه موجود دی  چې نه لیدل کیږي . دا هم  درواغ دي هر موجود لیدل کیږي…
بهلول چې دا خبرې واوریدې په یوه لوټه يې هغه سړی ووېشت د هغه تندی مات او وینې  یې پر مخ راوبهېدې .بهلول پر خپل لرګۍ سپور او په منډه شو.
 هغه سړی خلیفه ته  له هغه نه شکایت وکړ.
خلیفه امر وکړ: بهلول پیدا او  راولي. بهلول حاضر شو. خلیفه هغه ته وویل: ولې دي  د هغه سرمات کړ؟
بهلول وویل:
هغه خپله ویل بندهګان خپل واک نه لری ټول کارونه  خدای کوی که د هغه دا خبره سمه ده نو خدای هغه وېشتلی دی. نو زما څه ګناه ده .
 هغه وایي شی د خپل جنسه څخه نه متاثر کیږی دا چې عالم خپلی  له خاوره  څخه جوړ شوی دی  ، لوټه هم خاوره ده بایدد هغه نه متاثیر نه شي.
 هغه ویل هر موجود لیدل کیږی. او خلیفه ته يې وویل :د هغه نه وپوښته!
  دا ټپ يې درد کوی؟
 هغه ویل  هغه شی چې نه لیدل کیږي هغه وجود نه لري نو دی درواغ وایي درد نه کوی ځکه درد نه لیدل کیږی…
 بهلول په خپل لرګۍ سپور هغه يې چو او ولاړ

زما نه د خره منې!
وایي یو سړی له خره سره  چې غنم پر بار وه  د بهول له کور سره تېریدی  چې نابوبره يې د خره پښه خوږ او بار یې پر مځکه ولوید هغه سړی د بهلول د کور ور وټکاوه چې د هغه خر امانت واخلي.
 خو بهلول هوډ کړی وو چې خپل خر به  چا ته په امانت نه ورکوی  نوهغه ته یې وویل:
 خر نه لرم.
 په دې وخت کې هغه  د خره هنګا  واوریده.
هغه ورته وویل: ولی درواغ وایي؟
بهلول ورته وویل:ګوره ما او تا دا پنځوس کاله  سره پېژنو ته زما خبره نه منی د خره هغې منې احمقه!
پوه   که   لیونی ؟:
وایي یو ورځ بهلول له یوې کوڅې تېریدی یوسړی  ورږغ کړه :
پوه بهلوله !یو څه پیسې لرم سږکال څه  شی رانیسم چې ګټه وکړم؟
  هغه ورته وویل: تمباکورانیسه!
هغه تنباکو رانیول او په ښه ګټه یې وپلورل
یو ورځ بهلول د کوڅې تېریدی هغه سړي بیاورنار ې کړل:
 او لیونیه بهلوله! سږکال څه شی رانیسم؟
  پروښږکال مې ښه ګټه وکړه.
هغه ورته وویل: پیاز رانیسه!
هغه چې پروسږکال ښه ګټه کړی وه  او پر هغه يې ښه اعتماد پیدا کړی و.   ښه ډیر پیاز يې رانیول دا چی د پیازو په ساتلو نه پوهیده ټول پیاز ترې خوسا شول او ډیر زیان يې وکړ
نو په ډیره غوسه د  بهلول پسي ګرځید چې هغه پیدا او خپل غچ ترې واخلي دا بهلول په لیدو يې هغه ته وویل: ولې دي وویل چې پیاز واخلم ما ډیر زیان وکړ.
بهلول ورته وویل: پروسږکال دی ما ته پوه بهلول ووایه ما  د پوهې درته وویل تمباکو واخله دا وار دی لیونی بهلول راته ووایه  د لیونتوب مې درته وویل  پياز واخله دا ستا خپل عمل دی
سړی خجل شو  ځان یې ملامت ولید او ولاړ.

د لم غوښتل:  

یو ورځ بهلول  و هارون الرشید ته ورغئ او هغه ته يې وویل: یو څه لم غواړم چې له هغه نه «پيه پياز»( چې د فقرانو خواړه وه) پاخه کړم. هارون  الرشیدو خپلو نوکرانو ته وویل: هغه ته پوست کړی ټېپر راوړی .
 بهلول ټېپر ته وکتل، هغه يې ژبې ته نژدې کړ . هغه یې بو ی کړ او بیا يې هارون الرشید ته وویل:
له هغه وخته چې ته د مسلمانانو خلیفه شوی يې غوړ له لم نه تللي دي !
کلنگ را پورته کړه:
یو ورځ بهلول دبغداد د کازي وڅنګ ته ناست وو چې د هغه قلم ولوید  .
بهلول کازي ته وویل:کلنګ دې ولوید هغه را پورته کړه .
کازي په مسخرو ورته ویل: رښتیا چې لیونی یې قلم او کلنګ نه سره پیژنې.
هغه ورته وویل:
په دې دی دډ يرو خلکو کورونه وران کړی دي.

یوورځ هارون الرشید د بهلول نه وپوښتل:
غواړی خلیفه شې؟
 بهلول : نه
هارون: ولې؟
بهلول : ما تر اوسه د درو خلیفه  و مړینه لیدلی ولې خلیفه تر اوسه د دوو بهلولو مړینه نه ده لیدلې.
هارون الرشید د خپلي میرمني زبیده خاتون سره ناست وو د بهلول نه یې وپوښتل:قیامت کومه ورځ دی؟
بهلول وویل:موږ دوی ورځی قیامت لرو یو لوی اوبل وړوکی
خلیفه ورته وویل: وړوکي  کوم او لوی کوم دئ؟
بهلول ورته وویل: که زبیده خاتون مړه شی وړوکۍ او حضرت خلیفه مړ شی لوی قیامت  دی.
وایي یو ورځ بهلول د خلیفه پر تخت کیناست د خلیقه مرییانو هغه له تخت څخه  تا او ښه مزغن يې وډبوه چې ان په وینه تک سور شو.
بهلول مخ د هارون الرشید خوا ته کړ او هغه ته يې وویل:زه یو ګړی پر تخت کښینستم دا مې حال دی  ته چې ټول عمر په هغه ناست يې بند بند په دی جلا کړي.
 وايي هارون الرشید بهلول ته څه پیسی ورکړی چی غریبانو ته يې وویشی خو هغه هغه پیسی بېرته خلیفه ته ورکړې خلیفه ورته ویل: ولې؟
 هغه ورته وویل  :ته تر ټولو اړ او فقیر يې ځکه ته د شلاغو په زور دا پیسې له خلکو نه  دباج او خراج  په نوم  اخلې


خر
وایي یو چا بهلول ته وویل: پرون مې د لیري ولیدي ماچې ویل خر یې .
بهلو ل په حاضر ځوابی ورته وویل :ما چې ته ولیدې ماچې  ویل خر یې .


یولټ د بهلول نه وپوښتله:
غواړم دې لوی غره ته وخېژم خو لنډه لاره راوښیه؟
هغه ورته وویل: لنډه لاره  نه ختل دي.
 
لمنلیکونه
۱-
mquest.blogfa.com
۲-شهر قصه-storytown.blogfa.com
۳-سه حکايت از حکايت های بهلول
www.hylit.net/ba/more۴
۵-بهلول عااقلwww.ghadeer.org
ww.esalat.org۶-
www.andishaenau.com/edition۷
۸-مجموعه فولکلور عامیانه زبان دری
۹-بهلول – ویکی‌پدیا، دانشنامه آزاد
۱۰-www.adinebook.comبهلول جواب ب میکنی. اکنون تو بگو قلم است یا کلنگ؟