کور / راپور / په كوټه كښي د افغان كډوالو حال

په كوټه كښي د افغان كډوالو حال

دا خبره خو تر لمر روښانه ده چې افغانان د نړۍ و ګوټ ګوټ ته رسېدلي دي خو دا هم و هر چاته ښكاره ده چې هغه څنګه او په څنګه حالاتو كې ژوند تېروي . نو راځئ چې كوټي ته ولاړ شو او هلته د دې خلكو حال واخلو چې پر دوئ باندي څه تېرېږي او څنګه ژوند كوي. كوټه هم يو له سيمو څخه ده چې دلته هم د افغانستان له ډېرو سيمو څخه كډوال راغلي دي او داسي ژوند تېروي چې هره شپه يې تر بلي بتره او له ستونځو او كړاوونو څخه ډكه وي. كله چې مې په كوټه كې يو روغتون ته سر ور ښكاره كړو نو هلته ځايي نه بلكې ټول د غزني، زابل، كندهار،هلمند، او پكتيكا، د سيمي اوسېدونكي تر سترګو كېدل چې يا خو په خپله نارغه وو او يا له كوم ناروغه سره دلته راغلي وو چې له هغه ځايه يې خپل ناروغان د درملنې دپاره راوړي وو.


دا روغتون چې مستشفىٰ المكه المكرمه كويته نومېږي كه څۀ هم په ډېر عصري او نوي ډول سره جوړ شوى وو خو ډېرى افغانانو دا شكايت درلود چې دلته درملنه په ښه طريقه سره نه كېږي ځكه چې ډاكټران له دوى څخه ډېري پېسې غواړي خو هغه د دې توان نه لري چې دومره پيسې ورته برابري كړي. يو وخت و چې په دې روغتون كې به د افغاني كډوالو درملنه په وړيا توګه سره كېده خو اوس د همدې خلكو په وينا د دې روغتون ډاكټران له دوئ څخه تر حد زياتي پيسې اخلي يو سپين ږيرى سړى چې كلا خان نومېدۀ او د غزني د مقر د ولسوالۍ اوسېدونكى و .


په دې روغتون كې ډېر په منډه منډه يوې او بلې خواته ګرزېدو نو كله چې مې له هغه څخه پوښتنه وكړه چې كاكا دلته څه كوې چې پرېښانه او لالهانده ګرزې نو هغه په ځواب كې راته وويل چې “”.ږنور مې رنځوره ده او هغه مې راوستې ده او ډاكټرانو راته وويل چې تازه وينه به راوړې ګنې د ښځې حالات خراب دي زه اوس دلته هيڅوك هم نه پېژنم چې ماته وينه راكړي ” ما چې له هغه څخه دا پوښتنه وكړه چې ولې دي غزني يا كابل ته نه وړه ځكه هغه خو ډېر در نيژدې وو تر دې ځايه نو هغه په ځواب كې راته وويل چې “هلته ښه ډاكټران نشته ښې دوايانې نه وركوي دوايانې يا خو تر مياد تېري وي او يا هم بېكاره وي” يوبل سپين ږيرى باباچې جيلاني نومېده لكڼه يې لګوله ،ما چې كله له هغه څخه پوښتنه وكړه چې له كومه ځايه راغلى يې او دلته څۀ كوې نو ده اوږده ساه واخيسته او راته وېويل ” له هلمنده راغلى يم اوخپله مېرمن مې ناروغه وه د درملنې د پاره مې راوستې ده” كله چې مې له هغه څخه پوښتنه وكړه چې ولې دې په هلمند كې ددې ښځې درملنه نه كوله نو هغه په ځواب كې راته وويل چې “هلته ښه درملنه نه كېږي نو ځكه مې كوټي ته راوړه د درملنې دپاره بله خبره داده چې هلته په افغانستان كې بهرنيان دي موږ ځني وېرېږوكه څۀ هم هغه له موږ سره ډېره ښه وضع كوي خو بيا هم موږ ښار ته نه شو راتلاى”


ددې پو ښتنې په ځواب كې چې دا پاكستانيان خو هم بهرنيان دي نو له دغو نه وېرېږئ ؟ هغه راته وويل چي “موږ ته دا خبره په غوږ كې راكړل شوې ده ” له دې روسته دلته يو ځوان ولاړ دى چې دې روغتون ته يې يو ناروغ راوړى ود درملنې دپاره نو ده د خپل وطن ډېري قيصې راته وكړې چې د خپل مور او پلار له خلې څخه يې اورېدلې وې او ويل يې چې “خپل وطن مې ډېر يادېږي كه څه هم مالېدلى نه دى خو زه چې دخپلې مور او پلار له خلې ورته ګورم نو ماته داسي ښكاره كېږي لكه جنت” ده راته وويل چې تر نهم ټولګۍ پورې مې ښوونځى ويلى دى ، له دې پوښتنې روسته چې ته افغانستان ته ولې نه ځې ځكه چې هلته خو ستا په شان د تعليم يافته زلمو ډېر ضرورت دى او دا وطن به ستاسو په رنګه زلميان جوړوي نو هغه په ځواب كې راته وويل ” زه ډېر وېرېږم ځكه زموږ يو بل ملګرى ولاړى نو هغه طالبانو شهيد كړ هغه هم زما په رنګه تعليم يافته و نو زه ځكه نه ځم زه هم وېرېږم او ما كمپيوټر هم زده كړى دى .


كه څه هم موږ دلته په ډېر خراب حالت كې شپې ورځې تېروو له يوې خوا مو پوليس تنګوي او پېسې راڅخه اخلي راته وايي تاسو افغانان ياست تاسو دلته ورانكارۍ كوئ تاسو خو خپل وطن خراب كو اوس زموږ وطن راخرابوئ كه څه هم افغاني كاډونه هم ور ښكاره كوو نوبيا مو هم تنګه وي او كه يې نه ورښكاره كوو هم ،هم دا حال مووي ،نو له بلې خوا زموږ په سيمه كې امن نشته”. دلته يوه سپين سرې ښځه هم ولاړه وه نو ما چې له هغې سپين سارې توړۍ سره د زړه خواله وكړو چې هغه څه واي هغې ځان راوپېژاندۀ ويل يې زه د وازي خواد پكتيكا ولايت يم اوس په كوټه كې اوسم” ما چې كله له هغې څخه دا پوښتنه وكړه چې ولې خپل ولايت ته نه ځئ ؟ نو هغې په ډېره وارخطا بڼه كې راته وويل ” نه نه زويه خپل وطن ته نه ځو هلته حالات ډېر خراب دي خو كه چېري خداى ارامي كړه بيابه نو خود ځو زويه ” دلته دي ژوند څنګه تېرېږي مورې ؟


” د سر په دښمن دې تېرېږه نه كار شته نه روزګار شته كه مې زامن له كوره ووزي نو پاكستاني عسكر يې نيسي خپلي خواري ته نه دي ځيني خلاص زويه يو خوا پاڼ دى بل خوا پړانګ په منځ كې موږ يو ” دې روغتون ته ټول كسان له افغانستان څخه راځي او خپل ناروغان د درملنې دپاره راوړي. دې خلكو دا شكايت كاوه چې په افغاستان كې تر اوسه پورې د درملنې د پاره خاص بندوبست نشته په خاصه توګه په ، زابل ،غزني پكتيا، پكتيكا،كندهار،نيمروز او د هلمند،په ولايتونو كې