کور / کره کتنه / پکتيا وال : د اطلاعاتو او کلتور اوسنی ريس نه غواړو!

پکتيا وال : د اطلاعاتو او کلتور اوسنی ريس نه غواړو!

دپکتيا  ولايت اوسيدونکي شکايت کوي  او وايي چې د پکتيا ولايت  د اطلاعاتو او کلتور ريس شفا مشفق د ضعيفې رهبرۍ درلودل دتاريخي ابداتو،سپيڅلوځايونو،اثارواوخلکوته دغوره اوپه خپل وخت معلومات نه وړاندې کول ، دمدني اوفرهنګي ټولنوترمنځ دتعصبونورامنځه ته کول او دولتي موقف نه په نا قانونه توګه کار اخيستل هغه څه دي چې د پکتيا په ولايت کې يې ګڼې ستونزې زېږولې دي.                      
د پکتيا  ولايت د مدني ټولنې غړی ولي خان توخېل   د پکتيا ولايت د اطلاعاتو او کلتور ريس  د ناسمې او ضعېفې اداري شتون ته ګوته نيسي او وايي چې  ريس ددې وړ نه دی چې د اطلاعاتو او کلتور رياست مشري وکړي ده وويل ((د اطلاعاتو اوکلتور ريس د کاري ظرفیت ډېر ټېټ دی، ناسمه او ضعېفه اداره لري، همدارنګه د مراجعینو سره ناسم چلند کوي ، بد رد ورته وايي د دولتي امکاناتو اوموقف څخه ناوړه ګټه پورته کوي په پکتيا کې داړونده اداروفرهنګي اومدني ټولنوسره نه همغږي اوددوی ترمنځ ستونزې اوبې اتفاقي جوړوي. د په دریوکلونوکې دنړيوالومرستوسره سره په دې ونه توانېده چې دپکتياولايت داطلاعاتواوفرهنګ رياست ته يوه ودانۍ جوړه کړي)) دی له دولتي چارواکوپه ځانګړي ډول د اطلاعاتو او کلتور وزيرسید محدوم رهين غوښتنه کوي چې د اداري اصلاحاتو له لارې د ده  دراتللو مخنيوی وکړي . توتاخېل خبر داری ورکوي که نوموړی بېرته په همدې دنده پاتې شو.پکتیا وال به په لاريونولاس پورې کړي چې له امله به يې د دولت سره د مدني ټولنو د همغږۍ تار وشليږي.                                                                                                            


د پکتيا  ولايت دځوانانو شورا مشر  طاهرشاه منګل د ريس په خود سرو کارونو اوله دندې څخه  د مسلکي کسانو پر ګوښه کېدو نيوکه کوي نوموړی دبېلګې په توګه رسنيو ته وويل((داطلاعاتواوفرهنګ وزارت پرته دګردېزراډيو نوم بدلول په ملي راديو تلويزيون .چې دی پخپله هم دې کارته هېڅ منطق نه لري نوکه چېرې شونی وای نوهر چا به په خپله رسنۍ دملي نوم ايښود . او همدارنګه يې پياوړي او مسلکي کسان له دندې ګوښه کړل اوپرځای يې غيرمسلکي او د ټيټ ظرفيت لرونکي کسان وګومارل.                                                        


عبدالرحمن څمکنی هم د اطلاعاتو او کلتور ريس پر مشر شفا مشفق تور لګوي او وايي چې د پکتيا راډيو او تلويزيون ارشيف يې پلورلی دی . دی وايي(( دپکتيا ملي راډيو تلویزيون هغه ارشيف چې په سختوشرايطوکې ساتل شوی وو. دامهال تيت اوپرک شوی دی  او بل ځای ته يې کاپي لېږل شوې ده )) دی له قضايي ارګانونو او د اطلاعاتو او کلتور وزير سيد محدوم رهين غواړي چې د پکتيا راډيو او تلويزيون ارشيف ورکېدل وڅيړي او سر غړونکي قضايي ارګانونو ته ور وپېژني.                       


ومو غوښتل چې په دې هکله د ريس نظر واخلو خو بريالي نه شو                                          
 د يادولو وړ دی چې د اطلاعاتو اوکلتور وزير پکتيا والوسره ژمنه کړې وه چې د دوې غوښتنو ته به  مثبت ځواب و وايي خو تردې دمه د دوئ غوښتنو ته کوم مثبت ځواب نه دی ويل شوی.