کور / کره کتنه / سمون راډيو وايي د هلمند والي ګلاب منګل ناځواني ورسره کوي

سمون راډيو وايي د هلمند والي ګلاب منګل ناځواني ورسره کوي

په افغانستان کی د رسنیو د ملاتړ خپلواکو ادارو او د افغانستان ښاغلو ژورنالستانو ته!


اسلام علیکم و رحمته الله و برکاته:


۱۳۹۰-۱۰-۲۸


د سمون راډیو د ۱۳۸۵ هـ ش کال باندي دیوي آزادي اوبي پري راډیو په توګه د هلمند خلګوته ګټوری خپرونی پیل کړی او د هلمند ولایت د ژورنالستانو په روزلو او په کلتوری برخه کی هلمند ته بی ساری خدمتونه کړی او دی خدمتونو ته په کتو سره په ۱۳۸۶ کال کي دسمون راډیوته دتعمیر لپاره یوه نمره مځکه چی په بی – ۲ بلاک لښکرګاه کی موقیعت لری دهیواد د درانه مشر سلا کار وزیر او دهلمند فرهنګپال والي اسدالله وفا؛ او د هلمند د ادراي مجلس په تصویب ورکړل شوه چی ټوله قیمت یی دري میلونه افغانی وټاکل سو او د سمون راډیو لخوا په دوه قسطه د افغانستان بانک ته تحویل شوي. اوپه دوه اویزه ۲۳ نمبر ۱۳۸۷-۱-۷ او ۶۹۲ نمبر ۱۳۸۶-۱۰-۱۱ قیدیت لری او د لښکرګاه ښاروالی په مهندسی شعبه کی په ۱۴۲ او ۱۲ شمیره قیدیت لری او ددی لیک سره مله دی. بدبختانه لکه څنګه چی په هلمند کی د ځمکو پر سر ناندری د اوسنی والی ګلاب منګل په وخت کی پیل سوی نو د افغانستان اسلامی جمهوریت د وزیرانو شورا او دولسي جرګي د شکایاتو کمیسون د هلمند دخلګو دنیوکو له مخي املاکي کارونه تر امر ثانی بند اعلان کړی خو په ډیری خواشینی مو خبر تر لاسه کړ چی د هلمند ولایت اوسنی چارواکو د مطبوعاتو پر کور د سمون راډیو د تعمیر پر مځکه هم د هیڅ راز تیری، ظلم او ناروا څخه ډډه نده کړی او په بیرحمی سره یی ددی راډیو ملکیت د شخصی سلیقی پر اساس بی له زموږ خبریدا په پټه یو شخص ته چی شاولی نومیږی د مارکیټ جوړولو لپاره ورکړی چی د تیری یوی اونی راهیسی د افغانستان د اسلامی جمهوریت د وزیرانو شورا د پریکړی پرخلاف په خورا چټکتیا او بیغمه زړه سره د جوړونی کار پیل کړی او دا د هلمند اوسنی حاکمان چی مطبوعاتو کی هره ورځ تبلیغات کوی چی هلمند کی قانونیت راغلی او


امنیت تامین دی خو متاسفانه د هیواد د وزیرانو شورا او جلالتماب ولسمشر د فرمان له پلی کولو څخه خپل د ولایت د ودانی په تقریبا ۵ کیلو متری کی عاجز دی او په بیشرمانه ډول یی ننداره کوی. 
تاسی محترمین چی د مطبوعاتو د ملاتړ مسولیت لری او پدی لاری کی مو هڅی کړی چی قابل د قدر دی هیله ده چی پدی اړه خپل غږ پورته کړی او په مرکز او ولایاتو کی دا موضوع تر لوړپوړو دولتی چارواکو ورسو چی له کابل څخه دی پدی اړه د څیړنی لپاره کمیسون وګماری اوهلمند ته دی راواستوی او د څیړنو پر مهال دی  د هلمند والی دنده وځنډوی ترڅو څیړنی په ازاده فضا کی ترسره سی ځکه د مځکو په دی ډول غصب د اداری فساد لویه بیلګه ده چی یو والی مرتکب کیږی. د ټولو ژورنالستانو او لیکوالانو څخه هیله کوو چی د سمون راډیو د همکارانو ملاتړ وکړی تر څو د ظلم او فساد د دی تاریکی مرحلی څخه په بریا سره ووځو. موږ همدا راز خبر ورکوو چی که چیری زموږ سره د هلمند والی ګلاب منګل دا ډول ظالمانه، دیکتاتورانه، سلیقوی او فاسد برخورد دوام وکړی او زموږ قانونی حق موږ ته و نه سپارل سی او زموږ د راډیو پر ملکیت غیر قانونی د جوړونی کار ونه دریږی موږ به د اعتراض په ډول خپل فعالیت په هلمند کی ودرو او دا ورځ به بیا د افغانستان د اوسنی عصر د مطبوعاتو تاریکه ورځ او دا عمل به د ګلاب منګل دیکتاتورانه او وحشتناک یرغل په نامه اعلان کړو.