کور / کره کتنه / دغصب ښاماران که دخوست دپرمختګ دښمنان

دغصب ښاماران که دخوست دپرمختګ دښمنان

په هېوادکې دبيارغونې دبنسټيزو دپروژو دپلي کولو لړۍ به هغه وخت نوره هم چټکه اواسانه شي ،چې په وړاندې يې کوم خنډشتون ونه لري ځکه چې بيادولت اونړيواله ټولنه کولى شي دخپل پلان اومرستې مطابق دخلکوپه غوښتنه مهمې اوبنسټيزې پروژې پلي کړي.اوکه چيرې کوم خنډشتون ولري نوبياددغه اغيزمنې لړۍ بهيرله ځنډاوخنډسره مخامخ کيږي اوخلک نورهم له ستونزو،ناخوالو اوبدمرغيوسره مخ کيږي.همدا اوس په خوست ولايت کې چې زمونږ دهېوادپه سويل ختيځ کې پروت دى اوتيرو جګړو،قومي شخړواومنازعاتوترنورو ولايتونوډير ځپلى دى،په کې دبيارغونې بنسټيزو پروژوته اړتياليدل کيږي.ولايتي ادارې دوه کاله کيږي چې په دغه ولايت کې ددغې اساسي اړتياپربنسټ هڅې پيل کړې ترڅودولسونو دپرلپسې غوښتنوپربنسټ دلويو اوبنسټيزو پروژو په پلي کولو باندې کاروکړي چې په همدې ترڅ کې يې دمرکزي حکومت اونړيوالې ټولنې څخه دځينوپروژودپلي کولو منظوري ترلاسه کړې،چې دبېلګې په توګه دخوست دملکي نړيوال هوايي ډګر،غلام خان بندردتاسيساتوجوړيدو،ترانزيټ چې دواړه دملي اقتصاد د پياوړتيالپاره ګټورې پروژې دي اودګمرک دتاسيساتو دجوړيدو پروژه يادولى شو،چې دولايتي ادارې په زياتوهلوځلوسره پرې کارروان دى.خوهغه څه چې دلته بايدترې يادونه وشي هغه داده چې دهمدغه يادو څوپروژو چې يواځې دبېلګې لپاره موترې يادونه وکړه نږدې وه چې په دې ولايت کې پلي نه شي اومخه يې ونيول ځکه چې په خوست کې دلويواوبنسټيزو پروژودپلي کيدواونوروپرمختګونوپه وړاندې ترټولوجدي خنډ،ګواښ اوننګونه شتون لري چې هغه دغصب دښامارانواونورو مافيايي کړيولخوا ددولتي ځمکوغصب دى،چې دټول خوست دپرمختګ مخه يې ډب کړې ده .په خوست ولايت کې دځمکودښامارانو مافيايي کړۍ دومره په قوت کې ده چې رېښې يې په مرکزکابل کې په ډيرو دولتي اداروکې له ځينوپه فسادکې ښکيلو لوړپوړو اوټيټ پوړومامورينو سره تړلې دي،کله چې ولايتي اداره دلته ددغه ښامارانوچې په واقعيت کې دخوست دپرمختګ او ولسونودښمنان دي په وړاندې جدي ،قانوني اوعملي اقدامات پيل کړي ،نو ورسره سم له پلازمينې کابل څخه چې زمونږ په اداري سيستم کې لومړۍ درجه واحدونه هلته شتون لري ،په ولايتي اداره باندې درسمي لاروڅخه مګرپه غيرې قانوني توګه فشارونه راوړل کيږي،ترڅوولايتي اداره دغصب دښامارانوپه وړاندې له پيل شوې مبارزې لاس واخلي.


خوله دې فشارونو او ګواښونوسره سره خوست والي عبدالجبارنعيمي دځمکودغصب اونورو مافيايي کړيو په وړاندې خپله جدي مبارزه روانه ساتلې ده اوتراوسه يې ددغه اغيزمنې مبارزې په لړکې په زرګونوجريبه دولتي ځمکه له غصب خلاصه کړې ده . اوس مهال په خوست کې ٧٢٠٠٠جريبه دولتي ځمکه دغصب دښامارانوترخيټولاندې ده . له دوه کالو څخه راپدې خوا چې دغصب دمخنيوي په وړاندې کومه مبارزه روانه ده نوپه همدې لړکې دخوست ښاراړونده سيمه کې دازادۍ مينه ياد دولس سوه فاميلو پروژه چې ١٢٩٧جريبه ځمکه وه دسختې اوجدي مبارزې په پايله کې راخلاصه او دقانون په چوکاټ کې خپلو مستحقينوته وسپارل شوه . دښارپه داخل کې دوړکتون پنځه جريبه ځمکه چې غصب شوې وه او ودانۍ هم پرې جوړې شوې وې دغصب څخه را خلاصه اودولسي ګټې لپاره ګټې اخيستنې ته وړاندې شوه ،دبادام باغ ٦٧٣جريبه ځمکه چې دغاصبينو ترولکې لاندې وه .دولايتي ادارې په هلو ځلو سره له غصب څخه خلاصه شوه ،همداشان دمندوزيو او دتڼيو ولسواليو اړوند دسيګۍ او تورې وړۍ په سيمه کې ٩٧١٢جريبه ځمکه غصب شوې وه له غصب څخه خلاصه او رسماً په دولتي املاکوپورې وتړل شوه ،چې دم ګړۍ په کې دخوست دملکي نړيوال هوايي ډګردجوړيدوپرژوه دپلي کيدوپه حال کې ده کوم چې دسيمې په کچه يوه ګټوره پروژه ده همداشان له مزارشريف څخه خوست ولايت ته دملک خيال بدين نومي شخص لخوا  چې دځمکې دمافيا يو لوى ښامار ګڼل کيږي د٤٢٠جريبه ځمکې دتبادلې مخه ونيول شوه کوم چې  دټولو قوانينو خلاف يې تبادلې ته ملاتړلې وه.


ددې ترڅنګ دهندوانو دغصب شويو ملکيتونو دخلاصون په موخه هم جدي اقدمات ترسره شوي دي دهمدې اقداماتوپه لړکې باصلاحيته کميسيون ته دنده سپارل شوې ترڅودهنداونوټول ملکيتونه تثبيت اومعلوم کړي چې چااوپه کومه اندازه غصب کړى دى. دهمدې روانې مبارزې په لړکې دهنداونوهندوسازان هم له غصب خلاص شو.اودپاتې نوروغصب شويوملکيتونودخلاصون لپاره جدي هڅې روانې دي.


ددې خبرې يادونه ضروري ده چې يواځې ولايتي اداره دغصب دمخنيوي لپاره مبارزه نه کوي بلکې په دې ولايت کې مدني ټولنې اونوربنسټونه دولايتي ادارې سره اوږه په اوږه همکاري کوي.لنډه داچې په خوست کې همدا دغصب شتون اومافيادټولو پرمختګونو،بيارغونې ،سولې اوثبات په وړاندې جدي خنډاوګواښ دى،اوددغه ناروا پديدې اوکړنو عاملين په واقعيت کې دخوست دولسونو څرګندښمنان دي.نوددې لپاره چې په خوست کې نورې بنسټيزې پروژې هم پلي شي جدي اړتياده چې مرکزي حکومت په ډيرقوت اوملي ځواک سره لومړى دغصب په وړاندې مبارزه له پلازمينې پيل کړي ترڅوپه ملي کچه دنظام دبدنامۍ اوکمزورۍ مخه ونيول شي .دوهم داچې مرکزي حکومت بايدهيڅ لوړپوړي اوټيټ پوړي مامورته ددې اجازه ورنکړي ترڅوپه خپل سره له خپلې چوکۍ څخه په ناحقه ګټې اخيستنې سره په خوست کې دغصب په وړاندې دروانې مبارزې په وړاندې فشارونه ،خنډونه اوګواښونه رامنځته کړي.ځکه که چيرې دغصب ښاماران اونورې مافيايي کړۍ ددولت په چوکاټ کې دقوت سرچينې ولرې لرې نده چې همدغه مافيايي کړۍ به موجوده نظام بدنامه اوکمزورى کړي.


دبلې خوا لکه څرنګه چې پورته مو ترې يادونه وکړه ،چې غاصبين نه يواځې ددولت کمزوري او بدنامي غواړي بلکې دټولوپرمختګونو اوبيارغونې مخه يې ډب کړې ده ،همدا اوس مهال خوست ولايتي اداره دډيرو داسې پروژو دپلي کيدوامکانات لري چې په دغه ولايت کې يې پلي کړي خوله بدمرغه چير ته چې بايد دښاري ستراتيژيک پراختيايي پلان له مخه پرژوه پلي شي ،هلته ټوله ځمکه غصب شوې وي اوغاصبينوپرې کورونه جوړکړي وي اويايي په چاپلورلي وي .يوه بله مهمه نقطه چې ديادونې وړده هغه داده چې دغصب ترڅنګ په خوست ښارکې په وزارت دفاع پورې تړلې ځمکې هم دخوست ښاري پراختياپه وړاندې خنډدي چې بايدبرخليک يې څرګندشي اودپراختيايي پروژو دپلي کولولپاره دښاروالۍ په اختيارکې ورکړل شي.