فرانسې په افغانستان کي خپل ماموريت وځنډاوه
د فرانسې جمهور ريس سرکوزي نن د افغانستان په ختيځ کي د يوه افغان پوځي لخوا د څلورو فرانسويانو د وژل کېدو او ۱۸ زخمي کېدو وروسته په سمدستي توګه په افغانستان کي د خپل ماموريت د ځنډېدو امر کړئ دی . سرکوزي دا هم ويلي چي د سرتېرو د کار په ساحه کي د دغسي بې باوره کسانو تر مشخص کېدو او له ساحې د ايستل کېدو پوري به يې ماموريت په ټپه ولاړ وي .
دغه پېښه نن د افغانستان په ختيځ کي رامنځته سوه ، په کاپيسا ولايت کي چارواکي وايي چي په لومړنيو معلوماتو کي ورته څرګنده سوې ده چي د تګاب ولسوالۍ د پاينده خيلوپه سيمه کي د افغان او فرانسوي ځواکونو تر منځ لفظي شخړه ددې لامل سوې ده چي افغان سرتېرئ خپله وسله د فرانسويانو پر ضد وکاروي .
که څه هم دا لومړئ ځل نه دی چي يو افغان سرتېرئ د بهرنيانو پر ضد خپله وسله کاروي خو د نننۍ پېښي په اړه ويل کيږي ښايي د بهرنيو پوځيانو لخوا افغانانو ته د سپکاوي څخه ډکو ويډيوګانو خپرېدل ددې لامل سوي وي چي د افغانانو غوسه راوپاروي . په هغه ويډيوګانو کي چي په لومړۍ هغه کي بهرني پوځيان د افغانانو پر جسدونو بولي کوي او په دوهمه کي چي پرون يوې برتانوۍ رسنۍ خپره کړه، برتانوي پوځيان افغان تنکۍ نجوني او هلکان د جنسي فشار سره مخامخ کوي ، دغو دواړو ويډيوګانو په افغانستان او نړۍ کي د امريکا او برتانيا حيثيت ته د زيان تر څنګ د افغانانو سخته غوسه راپارولې ده .
طالب وياند ذبيح الله مجاهد د فرانسويانو د وژلو د پېښي په تړاو په خپره سوې خبرپاڼه کي د فرانسويانو وژونکی يو بااحساسه افغان بللی دی خو په دې اړه يې بېخبري څرګنده کړېده چي هغه به د طالبانو لخوا دې کار ته ګمارل سوئ و که څنګه .