کور / تازه خبرونه / د پاړه چنار د جګړې په دواړو خواو کي پښتانه وژل کېږي

د پاړه چنار د جګړې په دواړو خواو کي پښتانه وژل کېږي

 

د كرمى ايجنسى په پاره چنار كښې دجګړه يزو دښمنو ډلو ترمينځ پريو بل باندى  د درندو وسلو د ډزو لړي همداشان روانه ده د تيرى ورځى  د 7 تنو وژل  شوو دويراو غم له امله ټول  بازار تړل شويدى  دكرمي  ايجنسۍ  د پيواړ، ترى منګل ، ګيډو، سور سنګ او نورو سيمو كښى  پرتى دوه دښمنى  دلى  ديو اوبل په كورونو او دهستوګنى  په جو نګړو دمتقابله ډزو لړۍ لاتر اوس مهاله دوام لري او ددوي  ترمينځ ځمكنۍ  اړيكي  بيخي غوڅي  دى نو هيڅ  پته نه لګيږي  چې په نوموړو سيمو كى څو مره وګړي مړه يا ټپيان شويدى  جګړه ايزى نښتى د دواړو دښمنو ډلو ترمينځ  شيبه په شيبه  زور اخلى. او د بى وسلى عوامي وګړو يوزيات شمير له خپلو كورونو څخه په تيښته  دى او كرمى ايجسنۍ  ته راوتلى ټولى لاري له هر لورى څخه تړل شويدي او خلكو دخوراك څښاك  دموادو په ساتنه  پيل كړي دي  دپاړه چنار  په روغتون كښې  لاله مخكي څخه  بيړني حالت نافذ  شوى وْ.