کور / z_buitenland_news -- 5 / آصف زرداري:دکشمير وسله د خبرو له لاري هواروو

آصف زرداري:دکشمير وسله د خبرو له لاري هواروو

 

د پاكستان پيپلز ګوند مرستيال مشر اصف على زرداري وايي  غواړم چي ټوپكونوته رنګ ولګيږي  دپيپلز ډيموكراټيك ګوند كشميرله مشرې محبوبه مفتى  سره په ګډه رسنيو سره په خبرو اترو كشې اصف زردارى زياته كړه  چي پاكستان دكشمير  كشالې دحل لپاره  دكشمير يانو اخلاقي  سياسي او سفارتى ملاتړته دوام وركوي په پارلمان كښې به د كشمير په هكله غږ پورته كړل شي مونږ غواړو چي دكشمير لانجه دخبرو اترو دلارې هواره كړو، پاكستان دمينې پيغام وړاندي كوي پكار دى چي ددواړو خواوو كشميريان سره يو شي نوموړي زياته كړه چى اوس وخت راغلي  دي چى دكشمير ستونزه حل شي ، د يادوني وړ ده چي د ډيورنډ کرښي دا خوا نژدې پنځوس مليونه پښتانه هم په زور او جبر له خپلو حقوقو څخه محروم پاته سوي دي چي نه يې پاکستان او نه نړيوال د يوځای کولو هڅه او کوښښ کوي .