کور / تازه خبرونه / د پښتونخوا پخوانی والي:د ولس هيلي او غوښتني پوره کوم

د پښتونخوا پخوانی والي:د ولس هيلي او غوښتني پوره کوم

 

د سرحد( پښتونخوا ) ايالت پخواني وزير اعلى اكرم خان درانى ويلي  چې  دعوامو دهيلو او غوښتنو دپوره كيدو پخاطر به پرله پسي  هڅي وكړي،  د  صوبه سرحد( پښتونخوا ) اسمبلۍ  ته په رسيدو له خبر يالانو سره په خپلو خبرو اتروكى دسرحد ايالت پخواني  وزيراعلى اكرم خان درانى  ويلي  چې  دوي  په پراخ زړه سره يو نوى تاريخ جوړ كړيدى ده په ډاګه وويل  چې  يو داسي نوي تاريخ ئى  ليكلى چې  سپيكر او وزيراعلى له مقابلې  پرته ټاكل كيږي  ده زياته كړه دلته چې  كوم جمهوريت او ډموكراسي  شته والي  لري دهغي سارى په ډيرو پرمختللو سيمو كى  هم نه ليدل كيږي   ده زياته كړه چې دخلكو دهيلو او غوښتنو دترسره كيدو بخاطر به خپلو نه ستړي كيدونكو هلو ځلوته  دوام وركړي  ده په پاى كي وويل چې  ټولي  مسئلي  او ستونزي حل كيدل  غواړي.