پاکستان:دهيوادوالو دژوند ژغورنه زموږ لومړنۍ كار دی

د لراوبر اداره | مارچ 28th, 2008


 


دلومړى وزير دكورنيو چارو سلاكار رحمان ملك دجمعې په ورځ ديوي مهمې غونډي مشرى وكړه په غونډه كښې دپلټونكي ادارې ايف اّئى اې رئيس ډى جى طارق پرويز ډى جى ايګريشن بريګيډير ( ر) خالد جيبب دنادرارئيس بريګډير ( ر ) سليم معين دپوليسو او كورنيو چارو لوړو غړو ګډون وكړ د كورنيو چارو سلاكار دمختلفو محكمو لخوا دخپل راتلونكي پلان څخه خبر كړل شو دلومړي وزير دكورنيو چارو سلاكار امنيتي ادارو ته امر وكړ چس دقانون څخه سرغړونكو پرضد كلك ګامونه اوچت كړي دترهګرۍ پرضد دي جدي اقدامات وشي نوموړي دهيوادوالو دژوند ژغورنه لومړنۍ كار وباله .

Copyright Larawbar 2007-2024