کور / تازه خبرونه / دپښتونخوا اسمبلۍ ۱۱۷ غړو د وفادارۍ لوړه وکړه

دپښتونخوا اسمبلۍ ۱۱۷ غړو د وفادارۍ لوړه وکړه

دصوبه سرحد ( پښتونخوا )  اسمبلۍ نوو ټاكل شوو 117 غړودوفادارى لوړه وكړه د عوامي نيشنل ګوند دمخكښ ارباب ايوب جان په مشرۍ دسرحد اسمبلۍ لومړنى غونډه د جمعې په ورځ وشوه دسوګند اخستنې وروسته اسمبلۍ ته دوه قراردادونه وړاندي او ومنل شول چي په هغه كښې يو دبې نظير بوټو دقتل پلټنې د ملګرو ملتونو دلارې كول او بل د ډنمارك په ورځپاڼه كښې داسلام دستر پيغمبر حضرت محمد صلي الله عليه وسلم دكارتون خپريدا غندنه كول وو دغونډي پيل دقراّن عظيم الشان په سپيڅلو اياتونه سره وشو او ورپسې ټاكل شوو استازو په خپلو لومړنيو وينا وو كښې دصوبې امنيتي حالت دانديښني وړ وباله دسوات هنګو او كوهاټ ،دحالاتو ته دپاملرنې غوښتنه وشوه دعوامي نيشنل ګوند پارلمانى مشر بشير احمد بلور غوندې ته په خپله وينا كښې وويل چى با چاخان دعدم تشدد فلسفه وړاندې كړي وه او ددي لارې مونږ كولي شو چى امن بحاله كړو نو موړي وويل چى دصوبي امنيتي حالت ښه كول كه څه هم ستونزمن كار دى خوزه دټولو غړوڅخه دهمكارۍ غوښتنه كوم نو موړي په خپلو خبرو كښې زياته كړه چى دجرګې دلارې به دامن ستونزه هواره كړل شي دصوبه سرحد نومول شوي وزير سردار حسين بابك هم دامنيت دټينګښت لپاره دجرګى نظام بيرته فعاله كولو باندي ټينګار وكړ دمسلم ليګ ( ن ) مخكښ پيرصابر شاه وويل چى دستونزو دحل لپاره ټولو ته په ګډه كار كول پكار دي دصوبه سرحد دوزيراعلي څوكۍ ته نومول شوي كانديد امير حيدر خان هوتى وويل چى دصوبي حالات په نظر كښې نيولو سره ټولو سياسي ګوندونو پرټولو څوكيو پرته له مقابلي څخه دانتخاب پريكړه كړيده نوموړى دامنيت ټينګښت خپل اولنى هدف وباله چى لياره به يي دصوبې پركچه يوه جرګه جوړه كړل شي اوجرګه به د ترهګرۍ تر اغيز لاندې سيمو كښې خپل كردار ادا كړي بلخوا ته كرامت الله خان دسرحد اسمبلۍ سپيكر او خوشدل خان مرستيال سپيكر ټاكل شويدى نوموړو خپل اسناد دجمعې په ورځ جمع كړل خو ددوي په مقابل كښې كوم كانديد خپل اسناد ندي جمع كړي.