کور / تازه خبرونه / لرافغانستان:په بونير کي ريموټ کنټرول چاودنه وشوه

لرافغانستان:په بونير کي ريموټ کنټرول چاودنه وشوه

د سرحد( پښتونخوا )  ايالت په بو نير كښى د ريموټ كنټرول دچاودني له امله د ډى، پى، او دسپيشل برانچ كار كوونكي او يو هلك سخت ټپيان شويدى دباورى سرچينو دخبر له مخي دبو نير ډى، پى ، او، وړمه ورځ دجومات سره د نږدى لګيدلى توغندي سيمه كتله چې پدى مهال د ده موټر ته نژدى د ريموټ كنټرول بم چاودنه وشوه.چى د هغى له كبله د ډى، پى ، او موټر په بشپړه توګه ويجاړ شو او د ډى، پى او په ګډون د سپيشل برانچ يو كار كوونكي او يو هلك كلك ژوبل شول ټپيان دعلاج ، معالجى لپاره په چټكۍ سره سيمه ايز روغتون ته ليږدول شويدى.