کور / کره کتنه / ناخبره د مرکې لیوه دی

ناخبره د مرکې لیوه دی


دایوعامیانه متل دی وایی چی کووم وخت ددومخالیفو قطبونو یا د کومومخالیفو ډلو ترمنځ کومه معزله پیداکیږی بیا یی نو په منځ کی مرکی او جرګی جوړیږی نو کووم څوک چی ناخبره وی د مرکی په هدافو خبر نه وی نوراسی داسی یووه خبره وکړی چی ټول جریان بی مزی کړی څوورځی مخکی دهیواد درسنیو پرمخ د قندهار یووی وکیلی وویل چی په هلمند ولایت دمارجی په ولسوالی کی د هیڅ امنیت نشته هلته جنګ د ی خلګ مری طالیبان سر په اقتداردی . خوبله ورځ مو بیا د رسنیو له لاری واوریدل چی هلته د خارجیانو څخه قدرت انتقالیږی و افغان فوځ ته تسلیمږی . د سپیناوی دپاره مارجه ته ولاړم هلته اشرف غنی د انتقال دپروسی مسول ،دهلمند والی او یوشمیر نورجنرالان د مارجی په بازار کی، د خلګو په کورونو کی چای څښلی. ځکه هلته ډاډمن امنیت ؤ.


تیره اوونی بیا په اصطلاح د هیواد یو بل سیاستمدار چی زه فکر کووم ده به دافغانستان ولایتونه لاهم نه وی لیدلی او یو متر به بیله کوم ساتونکی د کورنه د باندی هم نه وی وتلی وایی چی په هلمند کی هلمندیان خپلی ستونځی د کوټی په شوراکی حل کووی.


زه دیو هلمندی یو افغان په صفت یوازی د ډاکټر صاحب څه نه بلکی د ټولو هغوکسانو نه چی د هلمند په هکله پریکړی او قضاوت کوی باید دکابل په دربین کی هلمند ته ونه ګوری او دهغوی د غارونو راووزی هلمند ته راشی مسایل د نژدی ووینی او بیا پریکړه وکړی او د پریکړی ترمنځ باید د دقت،عینیت،انصاف، بی طرفی او توازن په نظر کی ونسی. نوردی پر مونږ هلمندیانو رحم وکړی پر ټپونو مودی مالګی نه اچوی.