کور / شعر / میخانه

میخانه

خپل زړګی می پریشان سری شام ولید
چی ساقی دا ستا په لاس کی می جام ولید
ستا د سرو شونډو یادونه پری وریږی
څڅیدلی می د خپل زړګی بام ولید
ستا د حسن د کتاب چی په لوستو شوم
څه به ووایم خپل عقل می خام ولید
را په یاد شوی د نازونو ډکی سترګی
ښکلی قاب کی می چی کله بادام ولید
ستا د حسن خزانی ته چی په ځیر شوم
سم دواره می د مینی انجام ولید
ځانته نه وم دی محفل کی زه یواځی
هر وګړی می غمجن د خپل قام ولید
هسی لاړمه سرتوره میخانی ته
پښیمانه می خپل هر یو یو ګام ولید