کور / شعر / د زړه قبر

د زړه قبر

په خپل ټول عمر زوريدلې هيله
لکه ګل پاڼه رژيدلې هيله
د زړه په کور کې شټيدلې هيله
ټوله په وينو لمبيدلې هيله
پټ په ګوګل کې ژړيدلې هيله
خپلو زخموته مسکيدلې هيله


لکه سپين ستوری پاس اسمان کی هلته
د يار په بام دا ځليدلې هيله


لکه يو پرخه په دا سپين سحرکې
د ګل په پاڼو څڅيدلې هيله


لکه مرغی هسې بندي پاته شوه
په خپل قفس کې چغيدلې هيله
دا کوم ظالم کړله شهيده راته
دا ځوانيمرګه او نيمګړې هيله
اوس بې وطنه جنازه يي ګورۍ
سپيره په خاورو رغړيدلې هيله
د زړه په قبر کې يې خښ کړه درته
حفيظ ملياره ستا دا ښکلې هيله


اوس په مزار يي شمعې بلې ساته
وه نازولې درديدلې هيله