کور / سياسي / لوړ پوړو امريکايي چارواکو د اسلامي حزب له استازو سره کتلي دي

لوړ پوړو امريکايي چارواکو د اسلامي حزب له استازو سره کتلي دي

د متحده آیالاتو لوړپوړو چارواکو د افغانستان د اسلامی حزب له نماینده ګانو سره خبري اتري کړيدي .


د اسوسیټیډ پریس د راپورونو پر اساس د امریکی د متحده ایالاتو لوړپوړو چارواکو د افغانستان د اسلامی حزب له نماینده ګانو سره ولیدل.


ددغی لیدنی راپور په داسی وخت کی راپورته کیږی چه څو اونۍ وړاندی ددغه ګوند نماینده ګانو د افغان ولسمشر حامد کرزی سره هم لیدلی وو.


اسوسیټیډ پریس د ښاغلی حکمتیار د زوم غیرت بهیر له قوله لیکی چه د حزب اسلامی په نماینده ګۍ یی د امریکی د متحده ایالاتو چارواکو هر یو ډیویډ پتروس (پخوانی د ناتو قواو عمومی قوماندان او اوسنی د سې آی ای ریس) سره او همدا راز د دغی میاشتی په اوایلو کی یی د امریکی له سفیر ریان کروکر او د امریکی د قواو موجوده عمومی قوماندان جنرال جان الن سره لیدلی دي.


اسلامی حزب پخوا د ۱۵ مادو څخه جوړه د سولي طرحه د افغانستان دولت ته وړاندی کړی وه مګر هغه وخت د امریکی متحده آیالاتو چارواکو د دغه حزب له نماینده ګانو سره د لیدو څخه ډډه کوله.


 غیرت بهیر په اسلام اباد کی د خپل کور څخه تیره هفته د اسوشيټیډ پریس سره په یوه مرکه کی وویل چه اسلامی حزب اوس یو حقیقت دی چه څوک تری سترګي نه شی پټولای. ښاغلی بهیر وایی چه پخوا به امریکی او د افغانستان حکومت کوښښ کاوه چه حزب اسلامی دومره مهم ونه ګڼي مګر اوس دی نتیجی ته رسیدلی چه ددغه ګوند نه پرته سوله  نشی راتلای.


بهیر همدا راز ویلی چه امریکایان غواړی چه حزب اسلامی وهڅوی چه تر څو د افغانستان په سیاسی پروسه کی شامل شي او موجوده د افغانستان اساسي قانون او امنیتي قواوی ومنی. مګر حزب اسلامی یو لړ ملاحظات په اساسی قانون کي يې لري او د یو آزاد کمیسون لخوا چه ټولو ته د منلو وړ وی د اساسی قانون د سره کتنی غوښتونکی دی.


 بهیر همدا راز اسوشيېټيډ پریس ته ویلی چه حزب اسلامی د افغانستان د موجوده امنیتی قواو د منلو مشکل نه لري، مګر هغه مشکل چه یی لري هغه دا چه د ناتو او متحده ایالاتو او د متحدینو قواوی دی له افغانستانه ووځی. 
لکه څنګه چه اوس مخالفین او د ښاغلی کرزی اداره او خارجی متحدین یی اوس دغه نتیجی ته رسیدلي دي چه جنګ د حل لاره نه ده، نو امید دی چه د موجوده د صلحی د خبرو په نتیجه کی چه د طالبانو سره په قطر کی کی کیږی او د اسلامی حزب له نماینده ګانو سره په افغانستان کی کیږی د دایمی صلحی لپاره چه دغه جنګ ځپلی ملت ورته په کلونو کلونو تږی دی لاره همواره کړی.