۱۲ ټنه تر وخت تېر خوراکي توکي وسوځول سول

د لراوبر اداره | جنوري 23rd, 2012


د کندهار ولايت د عامي روغتيا او ښاروالۍ رياستونو په ګډو هڅو په کندهار ښار کي د تر وخت تېرو خوراکي توکو پر ضد څلور ورځنى کمپاين تر پلي کړى چي پرمهال يې ١٢ ټنه تر وخت تېر خوراکي مواد نيول سوي دي.
يادو توکو ته تېره ورځ د کندهار ښار څخه ختيځ لورته په ترنک سيند کي اور ورته سو.
د کندهار ولايت د عامي روغتيا رياست رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا وايي چي دوى له ښاروالۍ رياست سره په ګډه په ښار کي د تر وخت تېرو خوراکي موادو پر ضد کمپاين کړى چي پرمهال يې ١٢ ټنه تر وخت تېرخوراکي مواد له بېلا بېلو دوکانونو او پلورنځيو څخه ترلاسه سول او تېره ورځ وسوځول سول.
د نوموړي په خبره چي داځل يې څوک نه هم بندي کړي او نه هم جريمه کړي خو په وينا يې چي په راتلونکي کي به ټول هغه کسان چي تر وخت تېر خوراکي مواد پلوري يا هم کندهار ته راواردوي له قانون سره سم مجازات کړي.
هغه پر ښاريانو هم ږغ وکړى چي ددغه ډول دوکاندارانو او نمايندګيو په اړه چي تر وخت تېر توکي پلوري دوى او همداراز د ښاروالۍ رياست ته خبر وکړى څو پر وړاندي ګډه مبارزه وسي او په کلکه ددغه ډول موادو د پلور مخه ونيول سي.

Copyright Larawbar 2007-2024