په ډنډ ولسوالي کي ١٠٠٠ کيلو ګرامه چرس ونيول سول
د کندهار ولايت د ډنډ ولسوالۍ امنيتي مسؤلينو نن سهار په دې ولسوالۍ کي د کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ چاڼيز عمليات کړي چي په نتيجه کي يې زر کيلو ګرامه خام چرس نيول سوي دي.
دغه عمليات د مرد کلا په کلي کي سهار پيل سوي او د ورځي پر يوولس بجې پاى ته ورسېدل چي پر مهال يې د يادو چرسو ترڅنګ يو تن قاچاقبر او يوه ميل کلاشنکوف هم نيول سوي دي.
نيول سوي چرسو ته پر هماغه ځاى د څارنوال او د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې مديريت د استازي پر وړاندي اور ورته سوى دى او سوځول سوي دي.
په ننيو عملياتو کي له چرسو سره نيول سوى کس د کندهار ولايت امنيه قومندانۍ ته لېږل سوى څو د نشه يي توکو پر وړاندي د مبارزې مديريت ورڅخه نوري پوښتني ګروېږني وکړي.
له دې وړاندي تېره روځ د کندهار ولايت په پنجوايي ولسوالي کي هم د نشه يي توکو پر وړاندي عمليات سوي وه چي په نتيجه کي يې درې سوه کيلو ګرامه خام چرس د ملي اردو ځواکونو لاسته ورغلي وه.
هغه چرس هم پر هماغه ځاى د هيئت په مخکي سوځول سوي وه.