کور / کره کتنه / کله به خوست ته برېښنا راځي؟

کله به خوست ته برېښنا راځي؟

په اوسني عصرکې برېښنا دژوندانه ترټولو ستره اړتيااودبشري ټولنې دنيکمرغۍ ،پرمختګ،سولې اوثبات ترټولو مهم اواساسي فکتور دى.که دنړۍ په پرمختللوهېوادونوکې ټول پرمختګونه اولاسته راوړنې ترژورې څيړنې لاندې ونيول شي.داپايله ترلاسه کيږي چې دهرپرمختګ اوبدلون په منځته راتګ دنورو اعواملوترڅنګ دبرېښناشتون هم بنسټيز رول لوبولى دى.همدا اوس دنړۍ په پرمختللوهېوادونوکې ،دلويوبېلابېلوتوليدوي فابريکوفعاليتونه،ډاډمن امنيت ټکنالووژيکو لاسته راوړنو،عصري وسايلو دموجوديت يواځنۍ لامل دبرېښناشتون دى.لکه څرنګه چې برېښنا رڼايي راوړي همدارنګه په موجوديت کې يې ټول پرمختګونه ،لاسته راوړنې ،تمدن ،ترقي اوعصري ژوندى هم شونى کارګڼل کيږي.


زمونږ په هېوادکې تر کورنيوجګړو وړاندې ډيرې داسې دبرېښنا فابريکې وې چې دزرګونو کيلوواټ برېښنادتوليدظرفيت يې درلود،مګردا هېوادجګړو،ناخوالو،خپل منځي شخړو،قومي منازعاتو،خپل سريو اونورو ژورو ننګونودومره وځپلوچې اوس زمونږهېواد ته دګاونډيوهېوادونوڅخه دپيسوپه بدل کې برېښناراځي.چې دا هم دستونزبنسټيز حل نه دى بلکې په دې عصرکې ديوه هېواددملي اقتصادلپاره لويه ضربه ګڼل کيږي.دولت بايد ددغه بنسټيزې ستونزې دهواري اوجدي اړتيا دپوره کولو لپاره له بنسټيزهوډ،غوره پلان اومنطقي تګ لارو اوکړنلاروڅخه کارواخلي.په لنډمهال کې ددې برېښنا شتون هم غنمت دى مګراوپه اوږدمهال کې دمنلووړ خبره نده.


کيداى شي دبرېښنا ستونزه ډيره ولايتونه ولري ځکه چې داستونزه هېوادشموله ده مګرخوست چې دافغانستان يوستراتيژيک سرحدي ولايت دى ،ټول حالات يې په مرکزي حکومت باندې په نيغه توګه اغيزلري ،ددايمي برېښنادنه شتون له جدي ستونزې سره مخامخ دى.سره ددې چې په دغه ولايت کې دموجوده ولايتي ادارې په زياتوهلوځلوسره په ډيرو برخوکې څرګندبدلونونه اوپرمختګونه رامنځته شوي دي.خولاهم همدايوه ستونزه چې هغه ددايمي برېښنانه شتون دى په خپل ځاى پاتې ده.


ددې لپاره چې دغه ستونزه نوره هواره شي اوپه لنډوخت کې بايدداوبواوبرېښناوزارت خوست ته د وارداتي برېښناپه راليږدولوکې جدي هڅې وکړي.اوددې ترڅنګ بايدپه اوږمهال کې هم ديادې جدي ستونزې دهواري اواړتيا دپوره کولو لپاره ستراتيژيک پلان ولري.ترڅودتدريجي رغونې په لړکې يادپلان عملي شي.


په دې وروستيوکې دخوست ولايت دمرکز اوبېلابېلو ولسواليوقومي مشرانو،ديني علماوو،دمدني ټولنوغړو،دسيمه ييزو شوراګانواستازوله خوست والي عبدالجبارنعيمي سره ليدنې درلودې ،دوى ټولوهمدا غوښتنه کوله چې دغه ولايت ته بايد برېښناراشي اودغه ستونزه نوره هواره شي ،چې په دې سره به دخوست مېشتوولسونوپه وړاندې پرتې ټولې ستونزې له منځ څخه لاړې شي ،دصنعتي پارکونو،توليدي فابريکودجوړولو،لويواوبنسټيزو پروژودپلي کولولپاره به هم زمينه برابره شي.


په داسې حال کې دخوست ولايت ټول خلک داغوښتنه کوي چې ولايتي ادارې په خپلوفوق العاده غونډو کې په دغه ولايت کې دبرېښنادستونزې دهواري موضوع تصويب کړې ،داوبواوبرېښناوزارت ته يې استولې ده.


اوس چې ولايتي ادارې خپل مسووليت پيژندلى اوسرته رسولى دى .نوداوبو اوبرېښناوزارت بايدنورددغه ستونزې دهوارې لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي اوپه دې برخه کې له شته امکاناتوڅخه په عاجله توګه استفاده وکړي ترڅوله دغه وزارت څخه دخوست مېشتوګيله نوره په خوښۍ اوخوشحالۍ سره بدله شي اوداخبره چې ددغه ولايت خلک يې هره ورځ ،هره ساعت اوهره شېبه په کور،کلي ،کوڅه اوولسوالۍ کې په خپلو منځونوکې کوي چې خوست ته به برېښناکله راځي .په عملي توګه خوست مېشتي دبرېښنادراتګ شاهدان شي.اوداړونده وزارت عملي هڅې اوکړنې وويني.