کور / علمي / د ليکه ايز لګښت رابط
Online Charging Interface

د ليکه ايز لګښت رابط
Online Charging Interface

 ليکه ايز لګښت رابط عبارت له هغه پوستکالې څخه دي. چې د اړيکتيايي جال د ذکيرکې جال (Intelligent Network IN) په څانګه کې پلی کيږي. په ټوله کې لګښت او په ځانګړه کې ليکه ايز لګښت (Online Charging System OCS) پواسطه هغه پروسه يا مرحله سرته رسيږي. چې جال پري د پيرودونکو لګښت په عيني وخت (همزمان ډول) راټولوي. ځکه چې د جال پيرودونکې بايد د جال د منابعو څخه د ګټې اخستنې په بدل کې يو مقدار لګښت ورکړي. کله چې جال له  منابعو څخه د ګټې اخستنې په موخه جال ته غوښتنه ليږو، نو په عيني وخت کې د منابعو د استعمال په بدل کې جال پر پيرودونکی په مناسبه اندازه لګښت اړوي. چې نوموړي لګښت د يو سلسله مناسبو معياري کړنو له لوري تعينيږي. لکه: د انتقال شوو اطلاعاتو اندازه او يا هم د منابعو د استعمال وخت؛  نو ددي لپاره چې د جال له منابعو څخه په ګټوره توګه ګټه واخيستل د جال مسلکې انجينران وخت پر وخت د ليکې او غير له ليکې لګښتونه تغيروي.
 نو په لنډ ډول ويلې شو ، چې ليکه ايز لګښت (OCS) هغه ميکانيزم دي. چې د عيني وخت لګښت د منابعو د استعمال او يا هم د منابعو د استعمال وخت له مخې تعينيږي.


ليکه ايز لګښت سيستم (Online Charging System OCS)


د دوه طرفه (Bidirectional) سيګنالينګ د تيوري له مخې په جال کې موجوده ټول هغه عناصر چې د لګښت ايزو معلوماتو په راټولو کې برخه اخلې (لکه: بيل جوړونکې، خدماتو څخه د ګټې اخيستنې وخت…..) ضروري او لازمې ګڼل کيږي. کله چې يو پيرودونکې د خدماتو تر لاسه کولو غوښتنه کوې نو د خدماتو څخه د ګټې اخيستنې وخت يي اندازه کيږي، په جال د لګښت جوړونې عناصر د پيرودونکې موجوده د اعتبار وړ حساب ليدلو وروسته پيرودونکې ته د خدماتو ترلاسه کولو اجازه ورکول کيږي. او همدارنګه د حساب جوړونې عناصر(Billing Entity) د پيرودنکې له حساب څخه د خدماتو څخه د ګټې اخيستنې د وخت اندازه کوونکې عناصرو او يا د انتقال شوو معلوماتو په اساس اعتبار (کريډيټ) کموي.


د بيلګه په ډول: احمد يو پيردونکې دي. چې د لسو دقيقو لپاره يي غږيزه بڼه په ليکه له خپل ملګري سره خبري کړيدي. او  يا يي د لس ميګابايټ اطلاعات انتقال کړل. نو پدي وخت کې د حساب جوړونې عناصر  چې د هر جال د سيستم پوري اړه لري. د احمد له اعتباري حساب ځينې د لګښت ايزو معلوماتو په اساسس يو اندازه اعتبار (کريډټ) کموي. او احمد ته يوه نوي اعتبار پاڼه جوړوي. تر هغه پوري چې د احمد له حساب ځېنې ټول اعتبار خلاصيږي، او نور د خدماتو ترلاس رسي نه شي پيداکولاي. 



په ليکه ايز لګښت سيستم (Online Charging System OCS) کې يو زيات شمير عناصر په جال کې لري چې لاندي په مفصل ډول څيړل شويدي. 


لــيکه ايز لــګښت (OCS) سيستم ډولـونه:


ليکه ايز لګښت (Online Charging System OCS) سيستم په دري ډوله ويشل شويدی.


۱ .خدماتو ته د لاسرسې لګښت (Event Based Charging EBC)


۲ . ټاکل شوې وخت له مخې لګښت (Session Based Charging SBC)


۳ .ټاکل شوي اطلاعاتو له مخې لګښت ( Unit Reservation Charging URC)


په اړيکـتيايزو جالو کې د لـيکه ايز لګښت (OCS) سيستم جوړښت


 په ليکه ايز لګښت سيستم (Online Charging System OCS) کې د منابعو څخه ګټې اخيستنې په بدل کې پر پيرودونکو باندي لګښت په عينې وخت او فوري ډول محاسبه کيږي. په لاندي شکل ليدل کيږي، چې د ليکه ايز لګښت سيستم جوړښت کوم چې د 3GPP 32.296  ستندرد په اساس فعاليت کوي. ليکه ايز لګښت سيستم دوه ډوله د لګښت حسابولو کړنې ترسره کولاي شي. خدماتو ته د لاسرسې په وخت کې لګښت شميرنې کړنو (Event Based Charging Functions EBCF)، او د يو ټاکل شوې وخت له مخې د لګښت شميرنې کړنو (Session Based Charging Functions SBCF) څخه عبارت دي.



شکل سره سم a  څانګه د ټاکل شوې وخت له مخې لګښت شميرنې کړنې (SBCF) د اطلاعاتو د انتقال په بدل کې لګښت او خدماتو ته د لاسرسې ( غږيزې اړيکې، جې پې ار ايس (GPRS) او اي ام ايس (IMS) خدماتو) په بدل کې د لګښت شميرنې مسوليت په غاړه لري. همدارنګه خدماتو ته د لاسرسې په وخت کې د لګښت کړنې (EBCF) او د اطلاعاتې ليږدونې په وخت کې د وار وار (Back-to-Back User Agent B2BUA) ليږدونې پر وخت او کره لګښت ايز اطلاعات د پيرودونکو د حساب د لګښت سموونکې (Account Balance Management Function ABMF) څانګې ته استوي.



      د شکل په B څانګه د خدماتو ته د لاسرسې پر وخت کې د لګښت شميرنې کړنې (EBCF) او د هغوي د لګښت اطلاعاتو راجمع کولو مسوليت لري. او په يو ځل اجرا کيدونکې اړيکې لکه: ايس ام ايس (SMS)، د يو اندازه محتوياتو راکښته کول (Downloading) لکه: موسيقې يا د کړنګيدلو غږ او نور، د لګښت اطلاعات په عينې واحد د وخت کې راجمع کوي.


      د شکل E په برخه کې د نرخ تړنې کړنې (Rating Function RF) تر سره کيږي. چې د جال د مختلفو منابعو څخه د ګټې اخيستنې اړونده نرخونه پکې وجود لري. او داچې پر يو پيرودونکې څومره او څنګه لګښت حساب کړي او دارنګه نوري اړونده پاليسې ټول په نرخ تړنې څانګې کې وجود لري. په شومول د غيري لګښتې ګړنې لکه: د پيرودونکې او جال تر منځ د ثبات ساتنې لپاره بعضې کړنو پوري اړونده پاليسي هم په نوموړي څانګه کې وجود لري. په ټوله کې د پيرودونکو پواسطه د غوښتل شوو خدماتو د لګښت برابرولو مسوليت او ‌ذمه واري په غاړه لري.


      د شکل په C برخه کې ټول لګښت ايز اطلاعات د پيرودونکو د حسابونو لګښت سموونکې (Account Balance Management Function ABMF) او نور ټول په نوموړي څانګه کې وجود لري. چې د پيرودونکو اړونده اعتباري حسابوونه پکې ذخيره شوي وي. او کله چې د کوم پيرودونکې اعتباري حساب خالې شي نو د ABMF څانګه له بيا حساب جوړونې سرور (Recharge Server) (د شکل په F برخه کې ښودل  شويده) سره په اړيکه لرلو د هر پيرودونکې حساب په جلا جلا ډول بيا جوړولې شي. او د هر پيرودونکې CRDs د حساب بيا جوړونې څانګې (Charging Function) پواسطه توليد او د حساب بيا جوړونې ګيټ وي څانګې (Charging Gateway Function) ته ورکول کيږي. چې حساب بيا جوړونې ګيټ وي څانګې (Charging Gateway Function) د IMS/GPRS جال او حساب جوړونې سيستم (Billing System) تر منځ د يو عمومې دروازي (Gateway) په ډول فعاليت کوي.


  ليکه ايز لګښت او د غير له ليکې لګښت سيستمونو پرتلــنه 


 د ليکه ايز لګښت (Online Charging System OCS) سيستم او غير ليکه ايز پا ځنډيدونکې لګښت سيستم (Offline Charging System OCS) تر منځ پرتلنه په لاندي شکل کې په ډير څيړنيزه ډول پرتله کولاي شو. 



د ليکوال يوه بله ليکنه : رادار Radar