کور / سياسي / سوله که جنګ؟

سوله که جنګ؟

کابل ته  د سفیر ګروسمن  د وروستي سفر اهمیت پدې کی دی چي له یوې خوا ښاغلی ګروسمن د اف -پاک لپاره د جمهورریس اوباما خاص استازی او په عین زمان کي  د طالبانو سره د مذاکرې کولو اصلي سړی او مشر امریکایي دپلومات دی؛ خو بلخوا، ګروسمن  پداسي جنجالي وخت کي د کرزي صاحب سره ګوري چي ریس صاحب  د طالبانو سره  د سولي پر خبرو، په قطر کي د طالبانو له دفترسره ، او په مجموع کي د سولي له روانو مذاکراتو څخه د  کابل حکومت له ښکاره محرومیت او حذف په ارتباط اعتراضونه او ګیلې لري. له همدې خبر را وروسته،  ریس صاحب   چپه کمیس واغوست، او اوس يوه ډبره اږدي او بله اخلي.


کرزي صاحب د پارلمان  د شپاړلسمي دورې  په افتتاحیه غونډه کي  د خپلو اعتراضونو په لړ کي  « صاحب مذاکرات»، «هیچ کشور یا نهاد بیګانه این حق را از مردم افغانستان ګرفته نه می تواند»، او « ما هرګز اجازه نه خواهیم داد که  رویایی خطرناک یک ازمایش سیاسي دیګر در کشور ما به واقعیت بپیوندد،» یاد کړل. هغه دلته دوو ټکو ته اشاره کوي-  د قطر له خبرو څخه د خپل حذف او اخراج پرخلاف موقف نیسي؛ او بل د برلین غونډي له اجنډا او ایډا سره مخالفت کوي.


په قطر کي، د امریکا او طالبانو تر مینځ مستقیمي خبري او د دفتر پرانیستل څو پیغامونه لري.  لمړی، طالبانو رسمیت پیدا کړ، او رسما د یوه طرف په حېث وپېژندل سول.   د دفتر خلاصول ورته  اډرس او دپلوماتیک حضور ورکړ.   دوهم، امریکا غواړي چي په خبرو کي  فعاله ونډه لري؛ خبري وڅاري او مسولیت يې واخلي.  درېيم، د کابل حذف او اخراج عمدي او پلان سوی وو؛ مانا دا چي  د کابل حکومت د سولي د خبرو جوګه ندی.   اوڅلرم،  پرته له خبرو بله چاره نسته.    افغان شخړي ته نظامي حل نسته.  سیاسي لاري چاري باید ولټول سي .


د قطر له خبرو څخه د  کابل محرومیت او حذف  د ارګ  بې عزتي او دپلوماتیکه کمزوري ښيي.   د کابل  حکومت یوه ښکاره  کمزوري دا ده چي د غیر متجانسو ډلو او اشخاصو څخه جوړ  دی ، او  د سولي په اړه  ضدو نقیض دریځونه لري.  د شمال ټلواله قریب ټوټال  له طالبانو سره د خبرو مخالفه ده او په سوله کي خپل مرګ ویني.  خو له بده مرغه، همدا ډله د کابل حکومت نظامي، پولیسي، استخباراتي، او  دپلوماتیکي څانګي او ادارې  کنټرولوي. نه هغوی پر طالبانو باندي باور لري او نه هم طالبان پر هغوی باندي اعتماد لري. 


بل پلو، په تېرو لسو کلونو کي د کابل حکومت حتی د خپلو مسلح مخالفانو  د یو ډاډمن  تماس امکانات او مکانیزم برابر نه کړای سول.  ارګ لکه  ګنګس او ګیج کله  د کوټي له دوکاندار سره ناست وي  او دولتي رازونه ورسره افشا کوي، کله د قاصد پر ځای له «قاتل» سره  ملاقات کوي؛ او کله بیا د طالبانو سره خبري ردوي او له پاکستان سره پر خبرو ټینګار کوي.   په بل عبارت، د کابل حکومت د سولي په ارتباط یوه منسجمه او منظمه ستراتیژي نلري، بلکي مازي لاري څاري، او  د حوادثو په ارتباط فقط عکس العمل ښيي.  


د کابل حکومت همدا ضدونقیض  دریځونه او ذاتي کمزورتیا د نړیوالي ټولني اعتماد ته سخت ټکان  ور کړی دی.   اروپایان سخت بې حوصلې سویدی، او د وتلو لپاره پلمه لټوي – د فرانسې د جمهورریس وروستی خبرداری د پیام وړ دی. 


د ارګ د اعتراضونو په لړ کي، ریس صاحب اعلان وکړ چي  د حکمتیار له استازو سره يې کتلي دي او د سولي په باب يې خبري کړي دي.  مانا که تاسو د طالبانو سره خبري کوئ، زه د حکمتیار سره معامله کوم.  .  واقعیت دا دی چي د قطر خبري د کابل حکومت پر مخ یوه ناببره څاپېړه وه.  بل واقعیت دا دی چي د کابل اداره  کاملا بې اعتباره سوېده، او دا بې اعتباري  موجه دلایل او اسناد لري.    د کابل حکومت  لا تر اوسه د مخالفانو سمه پته، ټیلفون نمبر، او آدرس نلري. حال داچي د کوټي شورا، حقاني، حکمتیار او نوري ډلي فقط دوه ساعته له  کندهار او کابل څخه لیري دي.    دجمهوري ریاست د دفتر ریس، ښاغلي خرم، نیویارک ټایمز ته د قطر د خبرو په  باره کي ویلي ول:   امریکایان زموږ سره معلومات شریکوي، خو پوره جزییات نه راکوي؛ هغه د امریکایانو او طالبانو تر مینځ  د یوې «مخفي معاملې»  په اړه اندېښمن وو.


خو په پاي کي ، داسي ښکاري چي د افغانستان  حل دوې چارې یا اپشنونه لري. لمړی، له طالبانو سره یوې مفاهمې ته رسېدل، یو ایتلافي حکومت ورسره جوړول، هغوی ته په حکومت کي پوره ونډه ورکول دي؛ او بل الټرنټيف  ددې حکومت رانسکورېدل او د طالبانو بیا راتګ دی.  قریب لس کاله د جنګ لاره غوره سوې وه، خو پرته له تباهۍ څخه يې بله نتیجه ور نه کړه. حقیقت دا دی چي نه طالبان د ناټو د ماتولو توان  لري، او نه هم  ناټو کولای سي چي طالبان محو او سټ کړي.  بس،  خبره یوه سیاسي او نظامي بن بست ته رسېدلې ده.  نو بنا، اوس ددې وخت رارسېدلی دی چي د سولي او خبرو لار وازمويل سي- مانا سوله ،نه جنګ .


والسلام