کور / سياسي / امریکا :خندنۍ موسکا خونړۍ امسا

امریکا :خندنۍ موسکا خونړۍ امسا

— ———————————————————————————–


          *  زه فکرنه کوم چي د افغانستان وربه کله هم په نژدي لسو نورو کالوکې هم دسولې پرښته راو ډبوي . ځکه زموږ دملت خپلواک شعور او اراده اوس دیوشمیر پلورل شویو له لاسه دهرې ورځې په تیریدو سره په یوه پردي پالي اوغلام مشربه شعوراو اراده  باندې بدلیږي…


         *   ترڅو به مو غولوي او ترڅو به راته وایی چې دی درغی او هغه درغی ، کله چي  هیلري کلنټن وایی  « طالب او القاعده موږ جوړکړی ، دا دپاکستان منافقت و چی دهغوی او زموږ اړیکي یې په ټکر باندی ورمخه کړل … » خبره روښانه ده ….


————————————————————————————


له نڅاګرې یې پوښتنه وکړه : دکوم سازي  کوم ساز دی چې تا پرځوښ راولي او ښه ګډا ورته کولي شې ؟


دي ځواب ورکړ : زما لپاره سازي مهم نه دی ،  زه یوازې سراو تال ته ګورم ، اوله هغو سره خپله ګډا عیاروم ..


نژدی نیمه میاشت شوه چې دافغانستان دښمنانانو  یو ځل بیا دیوه نوي ساز نغمه را پیل کړی او معلومه نده چې سازی څوک دی او پرکوم ترنګ یې چا ته دکومې خوښۍ په ویاړیې  ترنګوي ؟


خبره معلومه نه ده خو داسې ښکاري چي بیا بردغه ملت باندې له کومي خوا یوبل توپان را  روان دی ، دیوه بل ښامار د راتلو زمزمې هلته او دلته لګیږي ، لکه د مومن خان دښامار ، یو شمیریارانو تیاری ملاتړلې او تورې ېې په لاس کې نیولې دي ، خو دا چی ښامار له کومي خوا را روان دی اوڅوک به یې وژني  په دې بیا دوی هم نه پوهیږي خوتیاری لري چي یوڅوک بیا اتل ورته ووژني اوتسلمه یې دوی د بري په نامه په خپلو پګړیو کې ووهی او یوځل بیا لکه دپخوا په شان چغي کړي چي ګواکي ښامار په رښتیاهم دوی وژلی دی ؟


افغانستان په دغو ورځوکی دسړو ناندریو په مرکزباندې اوښتي دی، هغو ټولو چي ترپرونه به یې ویل چې طالب القاعده دی ، تروریست دی او آی .اس . ای  دی ، په دي ورځوکې پوستین پربل مخ اغوستی اوغواړي چي طالبان جان ته داچي په رښتیا به هم په هغه شرنګ اودرنګ سره چی وړاند وینه یې کیږی راشي اوکه نه ، سلامي شوي دي اوپرخپلو هغو ټولو کړنو، تورونو او بدمرغیو چي ترپرونه یې ورپسې تړلې او س ځان نا ګاره اچولي دی ، او په بې شرمۍ اومکارګۍ سره وایی چې موږ سوله غواړي او سوله دې ژوندۍ وي … زه دا نه وایم چې څوک ښه دی او څوک بد خو یوڅه چې پرهغو باندې اوس ټوله نړۍ پوهیږ ي، دادی چې ترڅو به موږ ته امریکا سره او شنه او څراغونه لګوي ، ترڅو به مو غولوي او ترڅو به راته وایی چې (دی) درغی او (هغه) درغی ، کله چي دامریکا دباندنیوچارو وزیره هیلري کلنټن وایی  « طالب او القاعده موږ جوړکړي ، دا دپاکستان منافقت و چی دهغوی او زموږ اړیکي یې په ټکر باندی ورمخه کړل … » خبره روښانه ده چې اوس به څه کیږی ؟ امریکا یوځل بیا په اسلامي هیوادو کې پرهغو پخوانو یارانو پسې راووتله ، هغوی چې دوی د کمونیزم د ځپلواو بدنامولو په لامل جوړکړي وو، په مصر، تونسیا او لبیا او نورو سیمو کی  ددرواغجن پسرلی په نامه ددغو ملتو دوژلو له لړۍ څخه دبل څه تعبیر نه کیږي او نه باید سړی په نورڅه فکر وکړي ، همداده چي موږ هم باید دی ته تیاری ولرو چی څه امریکا او سی آی ایی غوښتي وي هغه که زموږ د ملت  د زرګونو په قربانیو هم تمامیږي عملی کیدونکی دي … او دا زموږ لپاره څه نوې خبره نه ده …


 په عین حال کې څه چې په افغا نستان کې دحساسو ځواکونو او کسانو په وړاندې د ډیرې اندیښنې وړدي هغه دادی چي موږ ولي اوس هم لکه د رواني ناروغانو په شان دخپل ځان ، خپل هیواد اوخپل ملت په وړاندي هغه څه ترسره کوو چي دعقل خاوندانو ته لاڅه چې لیونیانو ته هم دخندا وړدي. موږ له بده مرغه تراوسه  خپل لاس خپل غوږ ته نه شو وړای خو په پیشو پسې چغو مو بیا نړۍ په سراخیستی ده ، په دی باره کې فکرنه کوو چي زموږ برخلیک دچا په لاس کې دی او چیرې ټاکل کیږي ؟ زموږبی شعوره سیاستوال پرته له دی چي دملت په سایکولوژي باندې پوه شي ، پرته له دي چی دملت دردونو ته وګوري ، دپردیو په تیره بیا امریکا او انګریزخونړیو سترګو ته ګوري چي هغوی څه وایی اوڅه کوي ؟ په بن او لندن ، توکیو او نورو ښارونوکي دافغانستان په نامه غونډي جوړیږي ، یوڅوک نه وايی چې دغه غونډ ه ولي په جلال آباد او هرات او یا کابل کي نه جوړیږۍ ؟ دا سمه ده چي امریکایی ډالر په افغانستان خرڅیږی ، خودا پوښتنه څوک نه کوي چي د چا په لاس او څه ډول دغه هیواد او دغو خلکو ته رسیږي ؟ که په کابل کې د افغانستان په اړه غوڼډه جوړه شي  ، نو بیا به کورني او باندني دلالان څه کوي ؟ لویدیزه نړۍ د معاملې او راکړې ورکړې نړۍ ده ، هلته دسنټ او دالره محاسبه کله هم خپل انډول زما او ستا لپاره له لاسه نه ورکوي ، اونه ترهغو چی یو یې دوه  نه شي دچا لپاره خرڅیدای او خیرات کیدای شي .اوس اوس په امریکا کې د جمهوری ریاست لپاره د ټاکنې سیالیو اوکمپین بهیر په مستۍ او ګرمۍ سره روان دی ، جمهموري غوښتونکي کاندیدان دوې خبرې په ډیرصراحت سره کوي ، یو داچی پرمخدره توکو به بندیز له منځه وړي او په باندنۍ سیاست کې به له طالبانو سره د جوړي پرځای هغوی ته درنه سزا ورکوي … که چیرې جمهوری غوښتونکی بری ترلاسه کړي ، او دا دوه مرامي اصله هم ترلاس لاندی ونیسي ، زه فکرنه کوم چي د افغانستان وربه کله هم به نژدې لسو نورو کالوکې هم دسولې پرښته راو ډبوي . ځکه زموږ دملت خپلواک شعور او اراده اوس دیوشمیر پلورل شویو له لاسه دهرې ورځې په تیریدو سره په یوه پردي پالي اوغلام مشربه شعوراو اراده باندې بدلیږي  او داهغه ناروغي ده چي نښې یې له برحال دولته رانیولی تر مخالفو طالبانو پورې په ټولو کې لیدل کیږي په تیره اوونۍ کې په څرګنده توګه ولیدل شول چې امریکایی یرغلګرو ځواکونو پرمسلمانو مړو چي لږ ترلږه انسانان خو وو دمتیازو کولو غیرانساني نا دوده ترسره کړه ، هغه چې په خپله په امریکا کی یې دسوله غوښتونکو انسانان کرکه او نفرت دامریکایی خونړیو واکمنانانو په وړاندې را وپارول ، خو په افغانستان نه دولت او نه هم طالبانو له ملت څخه هیله وکړه چی دکلیو او ښارونو په کچه راووځۍ او دامریکا دخونړۍ پوځ دغه غیرانساني چاره  د مظاهرو او اعتصابونو په ترڅ کې وغندۍ … موږ باید په دې پوه وو چې که زموږ همدغه بي توپیري مل وه ، دیوه باثباته اوروڼ اندي افغانستان په اړه مودنړۍ د سوله دوستوځواکونو او ولسونو دانساني خواخوږۍ په ملتیا دیووالي او یوموټی کیدو خبره له یاده وایسته ، نوبي غمه اوسۍ چې زموږ په ژوندو به هم  دغه غیرانساني کانه خامخا عملي کیږي . خونړۍ امریکا تراوسه هم په دې سوچ کې ده او وایي ترڅو چې له افغانانوافغانیت او اسلامیت نه وي اخستل شوي دوی د دموکراسي ترجغ لاندې نه راځي او نه یې زموږ په وړاندې سرټیټیږي ، له دوی باید دا دوه ویاړه واخیستل شي …


 لنډه داچې د نڅاګرې خبره سمه ده ، په افغانستان کي نن سبا له بده مرغه ټولو بیا غوږونه یولیوني او خونړي ساز ته چې غالبأ دخونړۍ امریکا له خوا ترنګول کیږي نیولي ، داچي څه سازدی  اوڅه ډول شور اوشرنګ کوي ، دابه هغه مهال څرګند شي چې نڅاګره په څه ډول اوږې ورته ښوروي او په څه ډول خپل شانه ورانه وربل  ورته اړوي او را اړوي …. !


د شل دولس کال  دجنوري ۱۸