کور / کره کتنه / لاس ته راوړنې او که دلاسه ورکړنې؟

لاس ته راوړنې او که دلاسه ورکړنې؟

دا څو ورځي کیږي چې د افغان کریکټ بورد د اجرائیوې رئیس مسئول نسیم الله دانش صیب د لاس ته راوړنو صفتونه په فیس بوک کې بیا ګرم شوي دي او ټول هغه پلویان او انډیوالان یې چې یو وخت دهغه مخالفت کاوه او دانش صیب لا په کار صحیح شروع کړی هم نه وو د هغه پسې خبرې کولې خو اوس پرته لدې چې خدای حاضر او ناظر وګڼي په صفتونو یې لګیا دي .
څو ورځې مخکې د شمشاد تلویزیون په څپو مې د ننګرهار ولایت د امان الله خان انټرنیشنل کریکټ میدان ولید چې پکې د دخیبر پښتونخوا اوزمونږ د ملې ټیم لمړنی یوه ورځنۍ پنځوس اوریزه لوبه چې څو ورځې مخکې ریکارډ شوی وه ښودل کیده . زما غوندې ډیرو خلکوبه لیدلی وي چې دهغه انټرنیشنل میدان شین کبلې (واښه) چې ملیون ملیون ډالرې پرې لګول شوي دي د کریکټ بورد او دهغه مسئول دانش صیب د بي کفایتي اوعدم توجوع له کبله او له برکته وچه شویده او بیرته په خاورو بدله شویده .
ملیونونه ډالرې په هغه کریکټ میدان چې لګول شوي دي دانش صیب نه پوهیږي چې هغه څنګه وساتي .
ملامت خو پدې ندی دا ځکه چې د کار سړی نه دی . یوتجار پدې څه پوهیږي چې میدان جوړول آسان کار دی خو ساتل یې بیا ډیرګران وي د کومه ورځ چې دا میدان جوړه شوی داسې ښکاري چې چا ورته اوبه هیڅ ورکړې نه وي . دانش صیب بس همدومره پوهیږي چې خپل انډیوالانو ته دا ووایي چې صفتونه یې په فیس بوک کې ورته کوي .


ټول هغه لاس ته راوړنې چې د پخوانو مسئولینو نه دانش ته په میراث پاتې دي دانش خپل ویاړ ګني لکه چې بار بار همدا یوټکی ما څوڅو ځله په فیس بوک کې ولید : (انټرنیشنل کریکټ میدان مو په ننګرهارکې جوړه کړه ) خو ایا دا انټرنیشنل کریکټ میدان د نورو انټرنیشنل میدانونو غوندې ساتل هم غواړی اوکه نه؟ دنوروملکونو هغه انترنیشل لوبغاړي پدې دوړو اوخاورو نه ډک میدان کې تاسوسر بیا لوبه کوي اوکه څنګه ؟ ایا (آی سي سي) د داسې د دوړو اوګردونو نه ډکه میدان کې چې ټول واښه یې وچ شوي وي انټرنیشنل لوبې ته اجازه ورکوي ؟
دانش صیب پدې نه پوهیږي چې یومیدان څنګه ساتل کیږي تجار سړی دی په کریکټ کې هم اوس تجارت جوړکړی او وبه وایې تجارت کې خو ګټه او تاوان شته .
د دانش صیب یوبل لاس ته راوړنه داده چې په راتلو سره یې زمونږ د کریکټ هغه ټکړه اوغښتلی ملي ټیم د اماراتو نه ماته وخوړه ، پاکستان آی ته درې یو ورځنې لوبه بایلوده ، که څوک د دانش صیب د انډیوالانونه دا پوښتنه وکړي چې تاسو دکوم لاس ته راوړنو نه خبرې کوئ او یا یادوئ ؟ لږ خو هغه لاس ته راوړنې مونږ ته هم وښایاست مهرباني وکړی !.
دا کومې لاس ته راوړنې چې دي دا د پخوانې مسئولینو نه تاته سوغات پاتې شوی خو رښتیا هم ددانش یو لاس ته راوړنې دا دي چې په بورډ اوټیم کې بې اتفاقي آخري حد ته رسیدلې وه د الله فضل شو چې اوس هغه پخوانی کچه پکې نه لیدل کیږي .


پخوا به زمونږ ملې اوقهرمان ټيم د بین المللي ټیمونو نه لوبه په آسانې سره ګټل او اوس د کوچنیو محلي ټیمونو لکه خیبر پختونخوا نه یې ګټي او دانش صیب هم پدې خوشحاله دی او اعلانونه یې په فیس بوک کې دخپل انډیوالانوله خواتیروي او زمونږ کمکی وطن دوست بي تجربه ځوانان د وطن سر دمینې او احساساتو له مخې ورته مبارکي ګانې په فیس بوک کې د زړه له اخلاصه ورکوي .
دانش صیب هم په زړه کې خو به وایې چې څنګه دخلکو اصلي پام مې بل خوا ته واړول .
خو کوم کسان چې د کریکټ پخواني او اوسني تکامل پرتله کوي پدې پوهیږي چې د دانش د راتلو نه وروسته هیڅ هم نه دي شوي . زمونږ هغه پیاوړی او تکړه ټیم اماراتو ته بایلوده د چا نه چې یوکال مخکې لوبه ګټلی وه د پاکستان اي ټیم نه درې ځله ماتې وخوړه .
ګرانو لوستونکو او وطنوالو ملي او محلې ټیم ډیر سره فرق لري ملی ټیم په ډیر آسانی سره خیبر پښتونخوا یا ولایتي نورټیمونه ګتلی شي سره ددې چې دحمید حسن غوندي لوبغاړي پکې نه هم وي .
که دا دانش صیب وو نو هرکله به د محلې ټیمونو نه یې ګټو خو د اماراتو په شان ټیمونو نه چې یوکال مخکې مو ترې ګټلې هم دی بایلو .
دعا به خپل ټیم او ځوانانو ته کوو چې کله د پاکستان دملې ټیم سره مخامخ کیږي په نهم د فبروري که ګتلی هم مو ونشو خو همدومره دې وشي چې د دانش پوزه پرې نشي .
زمونږ وطن داران دې پدې لیکنه خوا بدی نشي زه دکمکی ځوانانوغوندې ددانش صیب د کوټې سکې پدې لاس ته راوړنې نه احساساتي کیږم اومبارکي اوچک چکې ورته نه وهم خوکه دانش صیب دپاکستان دملي ټیم نه یې لوبه وګاته بیا نولاسونه هم ورته مچې کوم .
خواوس زه له درده داسې ژاړم اوهغه ددې دپاره چې هغه لاس ته راوړنې چې مخکې وې هغه اوس نه شته اوکه کار اهل کار ته ونه سپارل شي همدا به مو حال وي .


په درناوې