کور / تازه خبرونه / ننګرهار: د ښار او څلورو ولسواليو مسوليت افغانانو ته وسپارل سو

ننګرهار: د ښار او څلورو ولسواليو مسوليت افغانانو ته وسپارل سو

د ننګرهار ولايت د مرکز جلال آباد ښار او څلورو ولسواليو (کامې، سرخرود، ښېوې، بهسودو) امنيتي مسوليت نن د رسمي مراسمو په ترڅ کي افغان امنيتي ځواکونو ته وسپارل سو.
د واک لېږد د پروسې مشر ډاکټر اشرف غني احمدزي وويل که څه هم اوس د جلال آباد په ښار او ځينو ولسواليو کي امنيتي حالت ښه نه دئ، خو که حکومت جدي پام ورته ونکړي، دلته به حالات تر دې ډېر خراب سي.
نوموړي وويل د جلال آباد او څو ولسواليو امنيتي چاري په دې خاطر له خارجيانو نه اخلي چي هلته امنيت ښه دئ، بلکي هدف مو دا دئ چي دلته امنيت ښه سي.
ډاکټر احمدزي وويل په ننګرهار کي يو شمېر بانفوذه کسان سته چي له خپل واک څخه ناوړه استفاده کوي، په ځانو پسي يې په لسګونو وسله وال پسې کړي وي او چي هرڅه يې زړه وغواړي هغه کوي.
نوموړي وويل د خلګو مشرې په وسلو، وسله والو او په ځان پسي د باډيګارډانو په پسې کولو نه کېږي.
اشرف غني احمدزي که څه هم د چا نوم وانه خيستى، خو ښايي اشاره يې د ننګرهار د ولايتي شورا د رئيس حاجي جمال قدير وسله والو ته وه، چي تېره اونۍ يې د يوه افغان سوداګر پر کور او فابريکه باندي حمله کړې وه، او د سوداګر حاجي فاروق په وينا پيسې او د امنيت وسلې يې ځني وړي وې.