طالب ضياءالرحمان: موږ ته هر افغان کافر ښکارېدئ
په کونړ ولايت کي د طالب جنګياليو يو قومندان له خپلو شاوخوا ١٢ ملګرو سره له دولت سره يوځاى سوى دئ.
ياد سوى قومندان چي د کونړ په وټه پور ولسوالي کي يې د حکومت ضد فعاليت کاوه، دوې مخابرې او څو ميله وسلې هم له ځان سره راوړي دي.
قومندان احمدالله چي له دولت سره يوځاى سوى دئ آزادۍ راډيو ته يې وويل ګاونډي هيوادونه غواړي په افغانستان کي د جنګ ډګر تود وساتي، که په لر او که په بر کي څوک وژل کېږي هغه ټول زموږ افغانان دي.
قومندان احمدالله وايي دوى ته به ويل کېدل، چي په سيمه کي د بيا رغوني د پروژو مخنيوى وکړي، روغتونونه، کلينيکونه، پلونه او سړکونه وران کړي.
يو بل تن نجيب الله چي هم د دې ګروپ غړى دئ، وايي دوى ته ويل کېدل چي مکتب ته د تلونکو کوچنيانو مخنيوى وکړى.
د ضياءالرحمان په نوم يو بل تن بيا وويل چي په سيمه کي يې د بهرنيو او افغان ځواکونو پر ضد ډېر عمليات کړي دي، نوموړى وايي دوى ته داسي تبليغات کېدل چي له امله يې عام افغانان او دکانداران هم ټول کافران ورته ايسېدل.