کور / تازه خبرونه / افغانستان له اېټاليا، فرانسې او انګلستان سره تړونونه لاسليکوي

افغانستان له اېټاليا، فرانسې او انګلستان سره تړونونه لاسليکوي

د افغانستان ولسمشر حامد کرزى چي اروپا ته په پنځه ورځني سفر روان سوى، نن به د اېټاليا له ولسمشر سره ستراتيژيک تړون لاسليک کړي.
د جمهوري رياست وياند اېمل فيضي وويل ولسمشر کرزى به تر اېټاليا وروسته فرانسې او بيا انګلستان ته ولاړ سي او له دغو هيوادونو سره به هم ستراتيژيک تړونونه لاسليک کړي.
د ښاغلي فيضي په وينا د دغو تړونونو له مخي به اېټاليا، فرانسه او انګلستان تر ٢٠١٤ کال وروسته افغانستان په سياسي، اقتصادي او پوځي چارو کي يوازي نه پرېږدي او خپلو مرستو ته به دوام ورکوي.
ولسمشر کرزي پرون خپل پنځه ورځنى سفر له ګاونډي هيواد ترکمنستان څخه شروع کئ او د دغه هيواد له ولسمشر سره يې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان ترمنځ د ګازو د نل ليکي په باب خبري وکړې.