لويه څارنوالي: ګلبهار حبيبي د چارواکو جعلي لاسليکونه کارولي دی
لويه څارنوالي وايي د ګلبهار سنټر مشر ګلبهار حبيبي او دوه نور داسي کسان يې د مځکو د غصب په تور بنديان کړي دي چي د لوړ پوړو چارواکو په نامه يې جعلي احکام جوړ کړي او د هغوی جعلي لاسليکونه پر کړي وو .
لويي څارنوالۍ نن خبر ورکړ چي په کابل کي د ګلبهار سنټر مشر او يو شمېر نورو تجارتي مرکزونو پر مالکانو تور دی چي د ولسمشر د لومړي مرستيال په جعلي لاسليک او حکم يې لسګونه جريبه مځکه غصب کړې او لوړ پوړيزي ودانۍ يې پرجوړي کړي دي .

د لويه څارنوالي وايي چي د ګلبهار سنټر مشر د يوه جعلي سند پذ ريعه د کابل په شش درک سيمه کي ۱۷ جريبه مځکه اخستې ده . د لويي څارنوالۍ چارواکي وايي چي په لسګونو داسي نور تجارتي مرکزونه او لوړ پوړيزه ودانۍ بادي شک دی چي په غيرقانوني توګه جوړي سوي دي او لويه څارنوالي به ددغو ټولو اسناد له سره وڅېړي .