کور / شعر / خاطري

خاطري

خاطري
خـولـه کي مې پاته څوگيلي سوي درته نـه وايمه
اوښکي گريـوان ته ورنيږدي سوي درته نـه وايمه


څه چي پرماتـيريـږي په هغه پاک ذات دي خـبر
درزړه مې ويـني فـواري سـوي درتـه نـه وايـمه


چي دي په غم کي يم خوشحاله مجبوري يې گڼه
خــبري سـتاکــږي وږي سـوي درتـه نـه وايـمه


غم اوښادي خو،خوراو وروردي هرسړى يې لري
چـي دوي اودري زمـامـيري سوي درته نـه وايمه


ســتادويــصال پــه تـمه،تـمه عـظيم شـپي تيروم
د(کـاکـړ)تـرخـي خاطـري سـوي درتـه نـه وايمه