کور / شعر / غزل :په يوه کلې باندی راغلم ټول وه مړي پراته

غزل :په يوه کلې باندی راغلم ټول وه مړي پراته

په يوه کلې باندی راغلم ټول وه مړي پراته
سرونه ليري وه له تنه سر پری کړ ي پراته
دخاموشې په ستن ګنډلی وي نازکی خولګۍ
واړه ځوانان ټوله دمرګ غشو وهلي پراته
زما دبابا سترګی په مرګ وی لاهم روڼي پاته
داوښکو څاڅکی ئی پر مخ باندې لويدلي پراته
ديوه معشوم دسپينی خولی څخه شيدی توئيدی
دمور ځيګر باندی ئی سر او غبرګ خپړي پراته
دهغه پيغلۍ وه زهره لا ډير په خوا چاودلی
چه ئی ومخته دواړه ورونه سر خوړلي پراته
ځوان خو چړې ته ؤ خپل سر لا له اوله ايښی
ګوره شنډان تر غا ښو لاندی پيودلي پراته
زما دمور زړګې ته ګوره ټول وجود لړزوی
بچې ئی واړه په سرو وينو دې بوښلي پراته
دا کم افت دی ئی اسمانه ته خو حال وايه لږ
غرونه دځمکی په لمن کې سوځيدلي پراته
ئی (ځلبلانده) دپښتون په کور ګي څه شوې دی
دژوند هرڅه می ټول په وينو دی لړلي پراته